د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

شاهد: د ملا اغا جان معتصم د سولې هڅې تاييدوو


شهزاده شاهد
شهزاده شاهد
په یوه پیغام کې چې د طالبانو د یوه مشر له قوله پر انټرنېټ خپور شوی د دې ډلې له خوا په هېواد کې پخلاینې ته تیاري ښودل شوې.
په دې پیغام کې د کوټې شورا د غړي معتصم آغاجان له قوله ویل شوي چې د افغانانو او مسلمانانو ترمینځ خپل منځي جګړه مذهبي او قانوني اساس نلري او دا چې طالبانو تکل کړی چې نورنو د مسلمان په لاس د مسلمان او د افغان په لاس د افغان وینه باید توی نشي.
په پیغام کې همداراز راغلي چې څه وخت مخکې د طالبانو د رژیم د وزیرانو، د اوسنیو ځواکمنو قوماندانانو او یوشمېر متنفذو مشرانو په ګډون په متحده عربي اماراتو کې یوه غونډه جوړه شوې وه او د بین الافغاني تفاهم پر اړتیا ټینګار وشو.
په پیغام کې له امریکا سره د نژدې کېدو لپاره د ایران د وروستیو هڅو، په پاکستان کې له طالبانو سره د سولې د روانو خبرو او حتی په تاجکستان کې د څه باندې دوو لسیزو مخکې کورنۍ جګړې د ختمولو لپاره د سولې د هڅو یادونه شوې او ویل شوي چې افغانان هم کولای شي په خپلو کې سوله وکړي.

په دې بېساري پیغام کې د افغانستان د راروانو انتخاباتو یادونه هم شوې چې د جګړې د دوام په صورت کې به مشروعیت ونلري.
آیا دا پیغام د طالبانو استازیتوب کولای شي، او د سولې عالي شورا دې پیغام ته په کوم نظر ګوري.
په دې اړه احمدتکل د سولې د عالي شورا له ویاند مولوي شهزاده شاهد سره مرکه کړي. مولوي شاهد په پیل کې د دې پیغام د هرکلي ترڅنګ ټینګار وکړ چې د سولې هرراز خبرې باید سولې له عالي شورا سره وشي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:35 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG