د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

تسنيم اسلم: د افغانستان خاوره بايد د پاکستان پرضد ونه کارېږي


د پاکستان د بهرنيو چارو زارت وايي، پاکستان غواړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان د ګټو پرضد ونه کارېږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت همداراز وايي:

"له بهرنيو هېوادونو سره تړون او يا معاهدې لاسليک کول د افغانستان کورنۍ مساله ده؛ دا هېواد حق لري، چې خپله پاليسي په خپله وټاکي خو بايد خاوره يې د پاکستان پرخلاف استعمال نه شي."

دا څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې تسنيم اسلم د پنجشنبې په ورځ په خپلې اوونيزې خبري غونډې کې خبريالانو ته کړي.

مېرمن اسلم وويل، پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي او په دې لړ کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تسنيم اسلم دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي، چې د امريکا د مشرانو جرګې د استخباراتي کمېټې مشر جيمز کليپر د روان کال د جنورۍ په ٣٠مه نېټه د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وويل؛ چې د القاعدې فکري بنسټ اوس هم د پاکستان په قبایلي سيمو کې دی، چې عملي چارې یې د پنځو بېلابېلو ډلو له لوري ترسره کیږي او د نړۍ په ډېرى هېوادونو کې فعاليت کوي.

د پاکستان يو د سياسي چارو يو شمېر څارونکي د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمو کې د القاعدې او حقاني شبکې د غړيو شتون ته په اشاره وايي؛ چې د افغانستان نه، بلکې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارېږي.

که څه هم افغان دولت او د امريکا متحده ايالاتو بيا بيا له پاکستانه غوښتي؛ چې په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې دې د هغو خلکو پرخلاف لازم ګامونه پورته کړي؛ چې له دغو سيمو په افغانستان کې دننه پر بهرنيو ځواکونو او افغان اردوبريدونه کوي، خو د پاکستان حکومت لا تر دې دمه د دوى د غوښتنې مثبت ځواب نه دى ورکړى.

د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان همداراز په دې باور دي، چې ترڅو پورې په شمالي وزيرستان او د افغانستان پولې ته څېرمه په نورو قيايلي سيمو کې د بهرنيو ترهګرو مرکزونه موجود وي، په سيمه کې ثبات راتلل ناشونى دى.
راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG