نیویارک ټایمز او ډیلي تیلیکراف ورځپاڼو له بګرام زندان څخه د ۶۵ زندانیانو د خوشې کیدو په اړه مطالب خپاره کړې دي.
والسټریت ژورنال ورځپانې بیا د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په اړه د یو شمېر کاندیدانو اندیښنې یادې کړي دي.
نیویارک ټایمز لیکي:
سره له چې متحده ایالاتو له باګرام زندانه د ۶۵ زندانیانو چې امریکا يې خطرناک بولي، د خوشې کیدو پر وړاندې مخالفت کړی، دغه بندیان د پنجشنبې په ورځ په وړو وړو ډلو کې له زندان څخه ووتل.
ورځپاڼه د افغان چارواکو په حواله وايي، دا ۶۵ زندانیان له زندانه له وتلو وروسته د افغان ملي پولیسو په موټر کې د خپلو کورونو په لور روان شول.
متحده ایالاتو د دغو زندانیانو له خوشې کیدو سره سخت مخالفت ښودلی او په یوې اعلامیه کې يې د دې کسانو خوشې کیدل امریکايي او افغان ځواکونو ته یو جدي ګواښ بللی دی.
نیویارک ټایمز د امریکايي ځواکونو په حواله وايي: خوشې شوي زندانیان د ۳۲ امریکايي او ائتلافي او د ۲۳ افغان سرتیرو او ملکیانو په وژنه کې په مستقیمه توګه لاس لري.
د باګرام زندان د بندیانو د دوسیو د څیړولو د حکومتي کمیټې مشر عبد الشکور دادرس نیویارک ټایمز ته ویلي د د غو ۶۵ زندانیانو په خوشې کولو ځنډ په دې خاطر نه و چې د هغه په وینا مونږ له امریکا ویریږو.
ښاغلي دادرس ویلي د ځنډ سبب ددغو زندانیانو د دوسیو بیا څیړل و څو امریکایانو ته بیا د انتقاد فرصت برابر نه شي.
ډیلي تیلیګراف هم ورته موضوع یاده کړي او لیکي په دساې حال کې چې امریکايي ځواکونه د روان میلادي کال په پای کې له افغانستان ووځي، له باګرامه د ۶۵ زندانیانو خوشې کیدل به د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکي لا پسې بحراني او کړکیچنې کړي.
ورځپاڼې د باګرام زندان په اړه د ولسمشر کرزي څرګندونې راخیستې چې ویلي دا زندان د طالب جوړولو یوه فابریکه ده او دغلته ځیني بندیان د دې لپاره شکنجه شوي چې له خپل هېواد کرکه وکړي.
والسټریټ ژورنال د راتلونکو انتخاباتو د شفافیت په اړه د یو شمېر کاندیدانو اندیښنې خپرې کړي دي.
د ورځپاڼې په وینا که راتلونکې انتخابات په شفافه او کامیابه توګه ترسره شي نو دا به په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د واک سوله ائیز انتقال وي.
د مطلب لیکونکی وايي دې ته په پام سره چې ښايي یو کاندید هم غوڅ اکثریت ترلاسه نه کړي د افغانستان د ولسمشر ۍ د انتخاباتو نتیجه به ددې پروسې په دوهم پړا کې څرګنده شي.
په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو کمیسون ډاډ ورکوي چې په دې پروسه کې يې د تیرو انتخاباتو په مقایسه د درغلیو د مخنیوي لپاره ځانګړې او نوي تدابیر نیولي دي.
والسټریټ ژورنال همدا راز د رایي اچونې د مرکزونو د امنیت موضوع هم یاده کړې ده او د افغان چارواکو په حواله يې لیکلي، چې تر اوسه پورې ددغو مرکزونو چې شاوخوا ۱۲ میلیونه کسان به په کې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکوي، د ۹۴ فیصده امنیت ټینګ شوی دی.
خو د والستریت ژورنال په وینا کتونکي د امنیتي چارواکو دا ډاډګیرنه تر ډیره حده خوشبینانه څرګندونې ګڼي.