د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

شاهد: په افغانستان او سیمي کې د جګړې د دوام عامل امریکا ده


د سولې د عالي شورا یو جګپوړی چارواکي د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن شهید بولي
د سولې د عالي شورا یو جګپوړی چارواکي د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن شهید بولي
د افغانستان د سولې عالي شورا یو جګپوړی چارواکې اسامه بن لادن شهید بولي او په افغانستان او سیمه کې د جګړې عامل امریکا ده.

د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد دغه خبره د پنجشنبې په ورځ په افغانستان او سیمه کې د سولې د ټينګښت په نړېوال سیمینارکې وکړه.

په دې سیمنار کې د افغانستان، پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکېې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهانو برخه اخیستې وه.

خو یو شمېرافغان کتونکي بیا د مولوي شاهد خبره ردوي او وایي، چې د افغانستان د جګړې لامل امریکا نه بلکې ګاونډي هېوادونه دي.

په داسې حال کې چې امریکا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو ته دوام ورکوي، د دې هېواد د سولې د عالي شورا یو جګپوړی چارواکي د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن شهید بولي او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.

د سولې د عالي شورا ویاند او د ولسي جرګې غړي مولوي شهزاده شاهد د پنجشنبې په ورځ په کابل کې وویل، چې په افغانستان او سیمي کې د جګړې د دوام عامل امریکا ده.

ښاغلي شاهد امریکا یو مغرو هېواد وباله او ویي ویل، چې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته په افغانستان کې د امریکا پاتې کېدو ته اړتیا نشته:

"په سیمه کې د جګړو عامل د بهرنیانو موجودیت ده، په دې مداخله کې ډیر رول امریکا درلوده.

امریکا خودخواه ده، امریکا مغروره ده او امریکا وایي، چې زما د تکنالوژۍ په مخ کې څوک نه شي ودریدې، د امریکا دې روحیې او پالیسي په سیمه کې نا امني راوستې ده.

امریکا د اسامه په بهانه راغله اسامه، خو هغه دې تاسو شهید کړ نو له دې وروسته ولې په افغانستان کې پاتې کېږئ."


مولوي شاهد دغه راز د افغانستان له ملي شورا، مدني ټولنو او ټولو عامو افغانانو وغوښتل چې؛ په افغانستان کې د سولې راوستو په برخه کې له دې شورا سره مرسته وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په افغانستان او سیمه کې د سولې د ټينګښت په نړېوال سیمینار کې وکړې.

په دې سیمنارکې د افغانستان، پاکستان، ایران، تاجکستان او ترکېې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهانو برخه اخیستې وه.

نوموړي په داسې حال کې اسامه بن لادن شهید وباله، چې امریکا او نړېواله ټولنه له القاعده شکبې او ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم افغانستان ته راغلې او له دې هېواد سره یي په میلیارډونو ډالرو مرسته کړې ده.

خو د سیاسي چارو یو کارپوه یونس فکور وايي، دارنګه څرګندونې داسې کسان کوي چې دده په وینا د پاکستان له استخباراتي شبکې سره پټې اړیکې ولري.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې د افغانستان د جګړه په دوام کې امریکا نه بلکې د پاکستان استخباراتي شبکه یا ای اس آی لاس لري:

"زه فکر نه کوم چې په افغانستان کې دې د امریکا موجودیت د جګړې سبب شوې وي، دلته یو ضعیف او فاسد حکومت چې پرته د جیبونو له ډکولو بل کار نه لري حاکم دې.

بل طالبانو چې چوکۍ یې لاسه ورکړې او اوس د قدرت لپاره جنګیږي او د سیمې استخبارات یا ای اس ای دوي د یوې وسیلې په توګه کاروي.

که امریکا نه وای اوس به په افغانستان کې جګړه وه، دا اوس چې موږ قانون لرو، شورا او قضا لرو په افغانستان کې د امریکا او ایساف له برکته دي."


هغه وایي، په خپله د سولې عالي شورا چې څه باندې دوه کاله مخکې رامنځ ته شوې د سولې په راوستو کې پاتې راغلې.

سره له دې چې په کابل کې د امریکا سفارت د سولې د عالي شورا د ویاند د دې خبرو په هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو مخکې تردې یي تل ویلي چې دوي په افغانستان کې د تروریزم د له منځه وړلو او د ثبات لپاره هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرحامد کرزي د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي سند لاسلیک کول ځنډولي دي او وايي، لومړی باید په هېواد کې سولې پروسه عملاً پیل شي او بیا له امریکا سره امنیتي سند لاسلیک شي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG