د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

"ترکیه پاکستان له افغانستان سره رښتینې همکارۍ ته هڅولای شي"


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو مطالبو ترڅنګ تر ډېره د ترکیې د درې اړخیزې غونډې او امنیتي او دفاعي تړون ته د امریکا د انتظارپه اړه لیکنې خپرې کړي.

سرنوشت:

سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې لیکلي چې؛ د دې غونډې په څنډه کې به ولسمشرکرزی به د ترکیې له جمهور رییس او د پاکستان او ترکیې له صدراعظمانو سره وګوري.

په دې اړه لیکنه کې راغلي چې؛ افغان او ترکي مشران به د دواړو هېوادونو پر بېلا بېلو سیاسي مسایلو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

سرنوشت لیکلي، ترکیه له څه مودې راهیسې له خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې؛ په دې هڅه کې ده چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري زیاته او په سیمه کې سوله او ثبات رامنځ ته شي.

په دې اړه په لیکنه کې هیله شوې چې ترکیه وکولای شي؛ پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې رښتینی همکارۍ ته وهڅوي.

ملي باور:

ملي باورغیردولتي ورځپاڼې لیکلي دا د افغانستان، پاکستان او ترکې اتمه درې اړخیزه غونډه ده چې جوړیږي.

په دې اړه لیکنه کې د جمهوري ریاست د چارواکو په قول لیکل شوي چې؛ ترکیه کولای شي پاکستان دې ته وهڅوي چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې هغه شان چې لازمه ده همکاري وکړي.

ملي باور په یوه بل مطلب کې لیکلي چې؛ امریکا له افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو پلان ځنډولی دی.

په دې اړه لیکنه کې د امریکایی چارواکوپه حواله ویل شوي؛ ترهغې پورې چې ولسمشر کرزی تر را روانو انتخاباتو مخکې له واشنګټن سره امنیتي او دفاعي سند لاسلیک نه کړي؛ نو له هېواد نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پر پلان به کار نه کیږي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د ترکیې له درې اړخیزې غونډې نه د خلکو د تمې او غوښتنو په اړه لیکلې ده.

د سرمقالې لیکوال کښلي، ترکیه له افغانستان سره له پخوانه دوستي لري او د خلکو هیلې دا دي چې، دا هېواد وکولای شي، پاکستان صادقانه همکاریو ته وهڅوي او د افغان حکومت او وسله والو طالبانوترمنځ د مخامخ خبرو زمینه مساعده کړي.

انیس لیکلي، په افغانستان اوپاکستان کې وضع خرابه ده اوپاکستان هم اوس په دې پوه شوی چې په دواړو هېوادونو اوسیمه کې د سولې او ثبات د راوستو یوازینی لار سیاسي حل لاره ده.

ویسا:

ویسا غیردولتي ورځپاڼې د ترکیې له درې اړخیزې غونډې سربیره د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په اړه هم یومطلب لیکلی دی.

په دې اړه لیکنه کې راغلي چې امریکا د دې سند لاسلیک ته د نوي ولسمشر تر راتلو انتظار باسي.

په مطلب کې د امریکایي رسنیوپه حواله لیکل شوي چې؛ د نویو پلانونو له مخې د امریکا پوځ ته صلاحیت ورکړل شوی چې؛ له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د لس زره سرتیرو پاتې کېدو ته امکانات برابر کړي.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG