په ایران کې د نولس سوه نهه اویا (م) کال اسلامي انقلاب په نتیجه کې د هغه مهال امریکا پلوی پاچا رضا پهلوي له قدرته لیرې او اسلام پالي قدرت ته ورسیدل.
د ایران د دولتی رسینو راپورونه وايي چې پر تهران سربیره د دې هیواد په نورو برخو کې هم د اسلامي انقلاب د لمانځلو مراسم ترسره شوي دي.
نن مخکې تر دې چې د ایران جمهور ریس د اسلامي انقلاب د کلیزې په مناسبت د تهران د ازادۍ پرمیدان وینا وکړي، خلکو مرګ پرامریکا او اسراییل شعارونه ورکړل .
جمهور ریس روحاني نن خلکو ته وویل چې حکومت به یې د ده په وینا د اټمي انرژۍ سوله ایز پرواګرام جاري وساتي .
روحاني هغو نړیوالو قدرتونو ته هم خبرداری ورکړ چې د اټمي پروګرام په خاطر پر دې هیواد د پوځي حملې فکر کوی.
روحاني وويل: د ایران د ولس پر ضد هر ډول تهدید بې مفهومه او طفلانه دی.
حسن روحاني د ایران د پخواني سخت دریځي ولسمشر محمود په پرتله یو معتدل ولس مشربلل کیږي.
دی د تیرکال په اګست کې قدرت ته ورسید او د تهران پر اټمي مسله له غرب سره له دپلوماسۍ د کار اخیستلو هڅې کوي .
خو متحدو ایالاتو او اسراییل د تهران د اټمي پروګرام په خاطر پر ایران د پوځي عملیاتو امکان نه دی رد کړی.
د اټمي پروګرام په اړه د روحاني د حکومت هڅو ژر نتیجه ورکړه او په نومبر کې یې د تهران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د مهمې موافقې لاره پرانیستله .
د دې موافقې پر اساس باید ایران د یورانیمو غني کول او نور اټمي فعالیتونه بند کړي او په مقابل کې به یې نړیوال قدرتونه پر دې هیواد لګیدلي بندیزونه تر یوه حده نرموي.
جمهور ریس حسن روحاني خپل ولس ته په ننۍ وینا کې د نړیوالو بندیزونه هغه ظالمانه کار وبلل چې د ده په وینا عادي ایرانیان یې متاثره کړی دی .
روحاني زياته کړه:
زموږ پر ولس بندیزونه ظالمانه ، غیر قانوني او غلط دي. نړیوال زموږ د ولس پر ضد دې بندیزو ته دوام نه شي ورکولاي.
حسن روحاني همدا راز له نړیوالو سره د اټمي پروګرام په اړه مذاکرې تاریخي ازموینه بللې او ټينګار یې کړی چې ایران به د نړیوالو د درناوي او همکارۍ په مقابل کې یو معتبر شریک ثابت شي:
اټمی مذاکرې د اروپا او امریکا لپاره تاریخي امتحان دی. که دوي په دې مذاکرو کې د قانون په چوکاټ کې، د ایران د ولس د حقونو په مطابقت کې، د دوه اړخیزو ګټو او درناوي پر اساس کار وکړي د ایران د ستر ولس مثبت او منصفانه ځواب به واوري.
په ایران کې د نولس سوه نهه اویا (م) کال تر اسلامي انقلاب وروسته د ایران پاچا رضا شاه له واکه لرې شو او په تهران کې د امریکا پر سفارت حمله وشوه .
سره له دې چې د ایران او امریکا لوړ رتبه دپلوماتانو په ځیني مواردو کې سره کتلي، خو دواړه حکومتونو له نولس سوه اتیا (م) کال راهیسې رسمي دپلوماتیک مناسبات نه لري.