د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

افغان حکومت به خپله ملي پالیسي بې ځایه شویو کورنیو ته پیل کړي


تمه ده چې؛ افغان حکومت به نن سې شنبې د کورنیو بې ځایه شویو کسانو د اړتیاو د پوره کولو لپاره خپله ملي پالیسي پیل کړي.

د بخښنې نړېوال سازمان وايي، ترشپږ سوو زرو زیاتو کورنیو بې ځایه شویو کسانو سره د مرستې لپاره د دې پالیسۍ رامنځ ته کېدل ډیراهمیت لري او یو مهم ګام دی.

ویل کېږي، چې د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو سره د مرستې لپاره دا ملي پالیسي د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو د چارو وزارت د ملګرو ملتونو په همکارۍ چمتو کړې ده.

په دې پالیسۍ کې د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو وضیعت د ښه کولو لپاره د جدي اقداماتو ترسره کول شامل دي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د سې شنبې له ورځې د خپلې جوړې کړې ملي پالیسۍ عملي کول پیلوي د بخښنې نړېوال سازمان په یوه اعلامیه کې د کورنیو بې ځایه شویو افغان کډوالو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دې سازمان د اعلامیې له مخې د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو لپاره د افغانستان نوې ملي پالیسي چې تر شپږسوو زرو د زیاتو داخلي بې ځایه شویو افغانانو سره د مرستې لپاره جوړه شوې د ځانګړي اهمیت وړ او په دې برخه کې یو مهم بدلون دی، خو د دې سازمان په وینا دا ملي پالیسي یوازې په سیاسي او مالي ملاتړ بریالۍ کېدای شي.

د بخښنې نړېوال سازمان په خپله دې اعلامیه کې ویلي دي، چې د افغانستان دننه د شااوخوا شپږ سوو بې ځایه شویو کسانو څخه ډیر شمېر په سختو شرایطو کې ژوند کوي او بیړنیو مرستو ته اړ دي.

ویل کېږي، یوازې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په افغانستان کې تر سل زرو زیات کسان د جګړو له کبله دننه په هېواد کې کډه کولو ته اړه شوې دي.

دا مهال له کورنیو بې ځایه شویو کډوالو څخه ګڼ شمېر یې په بېلابېلو سیمو کې په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي او ډیر یې بیړنیو مرستو ته اړ دي.

د بخښنې د نړېوال سازمان یوه کارکونکې حوریه مصدق وايي، له ډیر وخت څخه یې د کورنیو بې ځایه شویو افغانانو سره د بشري مرستو لپاره د یوې داسې ملي پالیسۍ د رامنځ ته کېدو تمه لرله.

د بخښنې نړېوال سازمان ټینګار کړی، چې د داخلي بې ځایه شویو کډوالو سره د مرستې لپاره د افغان حکومت له دې ملي پالیسۍ څخه سیاسي او مالي ملاتړ ډیر مهم دی او دوی هیلمن دي چې دا پریکړې به عملي کېږي او یوازې د کاغذ پر مخ به نه پاتې کېږي.

د کورنیو بې ځایه شویو سره د بشري مرستو په هدف دا ملي پالیسي د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت د ملګرو ملتونو د مهاجرو د عالي کمیشنرۍ سره په ګډه همکارۍ جوړه کړې ده.

هغوي چې د دې پالیسۍ په اړه معلومات لري وايي، که چېرې د داخلي بې ځایه شویو کډوالو سره د مرستې دا ملي پالیسي په سمه توګه عملي شي، کولی شي چې د کورنیو کډوالو په ځانګړې توګه د ماشومانو، ښځو او د پاخه عمر لرونکو کډوالو په ژوند کې د پام وړ ښه والي راولي.
XS
SM
MD
LG