د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

"د امنیتي او دفاعي تړون په اړه د افغان حکومت شین څراغ"


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننیو ګڼو کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په مسالې او د انتخاباتي کمپاینونو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

محور:

محور ورځپاڼې لیکلي، کابل ته د بهرنیو هېوادونو د ډیپلوماټانو او چارواکو پرله پسې سفرونه د دې سبب شوي چې؛ د افغانستان حکومت د امنیتي تړون په اړه شنه څراغونه وښيي.

په مطلب کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر ضرار احمد عثماني خبرو ته اشاره شوې چې؛ تېره ورځ یې وویل، جمهور رییس حامد کرزی لېوال دی چې؛ له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون له انتخاباتو مخکې لاسلیک شي.

ښاغلي عثماني له خپل جرمني سیال سره چې ویلي یې دي؛ د جرمني مرستې هم په همدې تړون پورې تړلي دي، په ګډ خبري کنفرانس کې دا څرګندونې وکړې.

افغانستان ټایمز:

افغانستان ټایمز ورځپاڼې هم د خپل لومړي په یوه مطلب کې لیکلي؛ د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له جمهور رییس حامد کرزي سره په کتنه کې پر هغه ټینګار وکړ چې؛ له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړي.

په مطلب کې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر له قوله راغلي؛ که دا تړون لاسلیک شي، نو دا به په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د حضور د دوام سبب شي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته روان کمپاینونه څیړلي دي.

په سرمقالې کې راغلي، که د جمهوري ریاست کاندیدان په خپلو شعارونو او ژمنو کې ریښتیني وي باید د انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته هم په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.

ویسا لیکلي، دا به منافقت وي چې یو کاندید اوس د ملي یووالي د ټینګښت او له قومي تعصبونو څخه د بې زارۍ شعارونه ورکوي؛ خو له انتخاباتو وروسته بېرته په تعقصبونو کې ښکیل شي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې په انتخاباتو پورې اړوند یوه مساله څیړلې.

په سرمقالې کې راغلي، د افغانستان په اساسي قانون کې یوازې دومره راغلي چې؛ انتخابات باید سراسري وي.

خو نه په اساسي قانون او نه هم د انتخاباتو په قانون کې دا مساله روښانه شوې چې؛ څومره خلک که په انتخاباتو کې ګډون وکړي، انتخابات مشروعیت پیدا کوي.

سرنوشت لیکلي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې په افغانستان دولس ملیونه کسان د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي، خو ښايي دا شمېره ترې دې هم لوړه وي.

ورځپاڼې لیکلي، د انتخاباتو د حقوقي مشروعیت تر څنګ رواني مشروعیت هم مهم دی.

سرنوشت لیکلي لږ تر لږه پنځوس فیصده خلک چې شپږ ملیونه کیږي؛ باید په انتخاباتو کې برخه واخلي.

ورحپاڼې لیکلي که د تیرو انتخاباتو په شان خلک په راتلونکو انتخاباتو کې هم له پنځوسو فیصدو کم خلک رایه ورکړي؛ نو د انتخاباتو رواني مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي.
XS
SM
MD
LG