د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

"د افغانستان له ژورنالستانو څخه دفاع"


اکانمسټ مجلې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیل کېدو او په افغانستان کې هم د ورته خبرو د امکان په اړه مقاله خپره کړې ده. فارن پالیسي خپرونې بیا په افغانستان کې د ژورنالستانو د فعالیت او مصونیت موضوع څیړلې ده.

اکانمسټ لیکي، په څه ډول چې د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې خبرې ستونزومنې دي؛ همدا شان په ګاونډي افغانستان کې هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو مخته خنډونه موجود دي.

اکانمسټ لیکي، په دې وروستیو کې راپورونه خپاره شول چې؛ طالبانو په پټه له ولسمشر کرزي تماس نیولی؛ خو دا خبرې اترې پرته له کومې نتیجې پای ته رسیدلي او طالبان حتې د دې خبرو له ترسره کېدو انکار کوي.

مجله وړاندې لیکي، که خبرې ترسره شوي هم وي؛ له ګټې به يې زیان زیات وي او هغه ځکه چې کومه نتیجه يې نه ده ورکړې او بل لورته يې د ولسمشر کرزي پر حکومت د امریکا بې اعتمادي زیاته کړې ده.

فارن پالیسي خپرونې د ژورنالستانو د مصوونیت د کمېټې د یوه موسس نجیب شریفي له خوا لیکل شوې مقاله خپره کړې چې؛ عنوان يې دی، "د افغانستان له ژورنالستانو څخه دفاع".

په دې مقاله کې راځي، په داسې حال کې چې ټول د افغانستان د راتلونکې، د نړیوالو ځواکونو د وتلو او راتلونکو انتخاباتو په باب خبرې کوي د دې هېواد یو مهمه لاسته راوړنه چې د ژورنالستانو ازادي او مصوونیت دی، له ګواښ سره مخامخ ده.

د فارن پالیسي په وینا، همدغه ازادی دي چې، د بشري حقونو، د بیان د ازادۍ او شفافیت په برخه کې د سیمې له هېوادونو څخه لوړوي.

خو د مطلب د لیکونکي په وینا، اوس دا ارزښتونه د حکومت، طالبانو او زورواکو له خوا ګواښل کیږي.

د مقالې لیکونکي نجیب شریفي افغان ژورنالستانو ته د زیات شمېر ګواښونو او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي مثالونه ذکر کړي؛ خو وايي چې، له دې سره بیا هم د افغانستان د رسنیو شبکه خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.

فارن پالیسي زیاتوي، افغان ژورنالستان د اداري فساد، د ازادې ټولنې د اهمیت، د بشري او د ښځو د حقونو د لومړنیو ارزښتونو په څیړولو سره ځان له جدي ګواښونه سره مخامخ کړي دي.

د مطلب لیکونکی وايي، دغو ارزښتونو ته باید درناوی وشي؛ ځکه د دې له مینځه تلل به یو لوی مصیبت وي.
XS
SM
MD
LG