د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

حامد کرزی ولې نه غواړي چې "تړون" لاسلیک کړي


والسټریټ ژورنال د امریکا پر وړاندې د ولسمشر کرزي د وروستي دریځ په اړه مقاله خپره کړې او ورلډ پالیټیکس ریویو بیا له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته د رامنځته کیدونکو احتمالي ستونزو موضوع څیړلې ده.

والسټریټ ژورنال لیکي:

د سپینې ماڼۍ پر وړاندې د ولسمشر کرزي بې اعتمادي له حد نه زیاته ده او همدې ته پام سره نوموړی غواړي لږ تر لږه خپلې لاسته راوړنې وساتي.

د ورځپاڼې په وینا زیات شمېر کتونکي او خلک غواړي پوه شي چې ولسمشر کرزی ولې نه غواړي چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

یو شمېر په دې نظر دي چې حامد کرزی د شخصي امتیازاتو غوښتونکی دي، څو خپله او د خپلې کورنۍ راتلونکې خوندي کړي.

ځیني نور کتونکي بیا وايي، پرامریکا او ناټو د ولسمشرکرزي د انتقادونو هدف د طالبانو راضي کول او له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په سیاسي ډګرکې ځان ته ځای پیدا کول دي.

د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په وینا ځیني داسې خلک هم شته چې په ساده توګه وايي کرزی د ایران او پاکستان لاس پوڅۍ دی، نو ځکه نه غواړي له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

خو ورځپاڼه وايي، د اکثرو افغانانو لپاره ولسمشرکرزی هغه ملي شخص دی چې د افغانستان له ملي ګټو او ملي حاکمیت څخه دفاع کوي.

د مقالې لیکونکی وايي، زیات شمېر افغانان د ولسمشرکرزي دریځ د امریکا پر وړاندې د هغه مقاومت ګڼي.

ورځپاڼه زیاتوي: د ولسمشرکرزي اندیښنه نورې ریښي لري.هغه په دې بارو دی چې جهمور رئس اوباما او حکومت يې هڅه کړی چې دی د افغانستان له سیاسي صحنې څخه بهر کړي او دا خبره د امریکا د دفاع د پخواني وزیر په کتاب کې له یادیدو وروسته نوره هم پخه شوه.

دوهم دا چې ولسمشرکرزی له طالبانو سره د سولې د خبرو د نه پرمختګ او دا چې امریکا نوموړی له دې وړاندې له طالبانو سره د خبرو په مساله کې لرې ساتلی و، په تنګ شوی دی.

دغه راز د امریکايي ځواکونو له خوا د افغانانو د کورونو تالاشي، په هوايي بریدونو کې د ملکیانو مرګ ژوبله او نور مسایل هم دي چې د ولسمشرکرزي په اوسني دریځ کې نغښتي ښکاري.

ورلډ پالټیکس ریویو خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي: له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د دې هېواد په جنوب کې تاوتریخوالی زیات شي.

خپرونه لیکي:

په کندهار ولایت کې د امریکا په مشری د لومړنیو پوځي عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو یو شمېر مهم غړي تسلیم شول خو د څو کلونو په تیریدو سره هغو جنګ سالارانو چې امریکا يي ملاتړ وکړ په دغو سیمو داسې فعالیتونه وکړل چې د خلکو صبر يې تمام کړ او پر وړاندې وسله وال پاڅونونه پیل شول.

خپرونه زیاتوي:

د افغانستان د جنوبي سیمو خلک په دې خوښ دي چې دغلته زیاتې پیسې لګول شوي، د کندهار په ګډون یو شمېر ښارونه جوړ شوي خو دې لګښتونو ددې سیمو د اوسیدونکو لپاره اقتصادي بنسټونه برابر نه کړل.

د ورلډ پالټیکس ریویو په وینا دغلته زیاتې پیسې لادرکه شوي، یو شمېر کسان يې بډایه کړل او د زیات شمېر نورو پر ژوند يې هیڅ مثبت اغیز ونه کړ.
XS
SM
MD
LG