د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۵۲

علمي: په وروستیو ۶میاشتو کې له خبریالانو سره تاوتریخوالی ۱۵فیصده کم شوی


د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کميټه وایي، چې په وروستیو شپږو میاشتو کې له خبریالانو سره تاوتریخوالی ۱۵٪ کم شوی دی.

د دې ټولنې مشر د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې له خبریالانو سره ډیرتاوتریخوالی د دولتي کارکوونکو له خوا شوې دې.

خو یو شمېر خبریالان بیا وایي، چې له خبریالانو سره تاوتریخوالی نه یواځې دا چې کم شوې نه دې بلکې ورځ تر بلې ډيریږي.

د خبریالانو د خوندیتوب کميټې مسوولین وایي، چې د تیرمیلادي کال په وروسیتو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پنځه دیرش پيښې ثبت شوي.

د دې کميټې مشرالیاس علمي د پنجشنبې په ورځ یوه خبري غونډه کې وویل، چې دا د تیرمیلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو په مقایسه چې دوه څلویښت پیښې په کې ثبت شوې وې، پنځلس فیصده کموالی ښيي.

نوموړی وايي، چې د خشونت ډيرې پيښې د دولتي چارواکو له خوا شوي دي:

"د ۲۰۱۳ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې مو د تاوتریخوالي ۳۶ قضیې ثبت کړي۵ یې د ګواښلو وې.

له خبریالانو سره درې شپیته فیصده تاوتریخوالی د دولتي کارکوونکو له خوا شوې او د دې ترڅنګ ۱۷ فیصده تاوتریخوالی د طالبانو او ۱۱٪ یې د زورواکو او ناپېژندل شوو وسله والو کسانو له خوا شوي.

د ۲۰۱۳ میلادي کال له پیله ترپایه له خبریالانو سره ډېر تاوتریخوالی د حکومتي کسانو له خوا دې."


الیاس علمي وايي، په افغانستان کې د بیان د ازادي په اړه د حکومت د قوي سیاسي ارادې نشتوالی، د خبریالانو له حقونو بې خبري او خپله د خپله د خبریالانو له خوا د ژورنالیزم د اصولو ترپښو لاندې کیدل، له خبریالانو سره د تاوتریخوالي اصلي عوامل دي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کميټه همدا راز اندیښنه څرګندوي، چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په ځینو ولایتونو کې اوه دیرش رسنۍ تړل شوي چې دوه دیرش یې چاپي خپرونې دي او پنځه یې سیمه یېزې راډیو ګانې دي. خو دوی یې د تړل کیدو د علت په اړه څه ونه ویل.

که څه هم د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي، له خبریالانو سره ډیر تاوتریخوالی د دولتي چارواکو له خوا شوی، خو افغان حکومت تل ویلي، چې د بیان ازادي ته ډیرې هڅې شوي دي.

یو شمېر افغان چارواکي وايي، د بیان هغه ازادي چې اوس یې افغانستان لري د سیمې ځینې هېوادونه یې نه لري.

خو یو شمېر خبریالان بیا د یادې کمیټې له راپور سره موافق نه دي.

دوی وايي، چې په هېواد کې د خبریالانو سره تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی، د شمشاد تلویزیون خبریال فیصل ځدراڼ وايي:

"په دې وروستیو کې په هلمند کې زموږ ژورنالیست ووژل شو نه دولت او نه هم نورو موسسو هیڅ پاملرنه ورته ونه کړه، چې څومره وخت تیریږي د خبریالانو قدرهم کمیږي.

چارواکي هم اوس ژورنالیستانو ته د پخوانیو ژورنالیستانو په سترګه نه ګوري، ورځ تر بلې تاوتریخوالی ورسره ډيریږي او وژل کیږي خو د انسان په سترګه نه ورته کتل کیږي."


که له یوې خوا د خبریالانو د خوندیتوب کميټه وايي، چې د دوه زوردیارلسم کال په وروستیو شپږو میاشتو کې له ژورنالستانو سره تاوتریخوالی کم شوی، خو په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره بیا د دې برعکس ارزیابي لري.

د دې ادارې مسوولینو یوه میاشت مخکې یوه خبري غونډه کې وویل، چې د ۲۰۱۲ میلادي کال په پرتله په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی لس فیصده زیات شوی دی.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG