د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۸:۱۶

ګورجستان به له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستانه خپل پوځيان ونه باسي


ګورجستان وايي، له ۲۰۱۴ وروسته به له افغانستانه خپل پوځيان ونه باسي.

د ګورجستان صدراعظم دا خبره پرون د ناټو له سرمنشي سره په داسي حال کې وکړه چې ناټو لا له افغانستان سره امنيتي موافقه نه ده لاسليک کړې.

امريکا او ناټو نورو غړيو ويلي، که د افغانستان ولسمشر له امريکا سره دوه اړخيزه موافقه لاسليک نه کړي ښايي دوي خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي.

د ګورجستان صدراعظم وايي، چې هېواد به يې له ۲۰۱۴ وروسته له افغانستانه خپل پوځيان ونه باسي.

ګورجستان په افغانستان کې شاوخوا يو نيم زر پوځيان لري.

دې هيواد په ۲۰۰۴ ميلادي کال افغانستان ته عسکر ولېږل اوتراوسه پوري تر دېرشو زيات سرتېرذي وژل شوي دي.

د ګورجستان صدراعظم ايراکلي ګريباشيفلي د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې د دغه تړون له عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن سره په کتنه کې وويل، هيواد به يې د روان کال په پای کې، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ماموريت موده پوره کېږي، له دې هيواده خپل سرتېري ونه باسي.

ده وويل، چې ګورجستاني پوځيان به د ناټو د چټک عکس العمل په ځواک کې برخه واخلي.

د ناټو سرمنشي اندريس فوګ راسموسن په افغانستان کې د ناټو پوځيانو په چوکاټ کې د ګورجستاني پوځيانو رول وستايه.

په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموريت د روان ميلادي کال په پاي کې بشپړېږي خو دا تړون په هغه صورت کې چې افغانستان او امريکا امنيتي موافقه لاسليک کړي د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره محدود شمېر پوځيان پرېږدي.

د افغانستان او ناټو ترمنځ امنيتي موافقه لا نهايي شوې نه ده.

روانه اوونۍ د افغانستان حکومت له ناټو وغوښتل چې له افغانستان سره امنيتي موافقه لاسليک کړي.

خو د ناټو چارواکو مخکې ويلي و تر څو چې افغانستان له امريکا سره دوه اړخيزه امنيتي موافقه لاسليک نه کړي، ناټو به موافقه ونه کړي.

د افغانستان او امريکا د امنيتي موافقې د لاسليکېدو په صورت کې به ناټو او امريکا په افغانستان کې د اتو زرو او ديارلس زرو ترمنځ پوځيان پرېږدي.

حاضردمه په افغانستان کې ۹۰ زره نړيوال پوځيان مېشت دي.
XS
SM
MD
LG