د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

" ملاعمر ژوندی او په پاکستان کې دی"


د کابل چاپ د نننیو ورځپاڼو ډیر مطالب د ملاعمر د اوسیدو د ځای او له طالبانو سره د ولسمشر کرزي د پټو خبرو په اړه لیکنې جوړوي.

سرنوشت:

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې د ولسمشر کرزي له قوله لیکلي، چې ملاعمر ژوندی او په پاکستان کې دی.

په دې اړه مطلب کې د جمهور رییس حامد کرزي هغه خبره را اخیستل شوې چې وایي، پاکستان ویلي چې پر طالبانو اغیز لري او باید له خپل اغیزه عملآ په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره کار واخلي.

د سرنوشت په دې لیکه کې د ښاغلي کرزي له قوله ویل شوي، چې امریکا باید طالبان خبرو ته حاضر کړي او که چېرې دا کار نه شي کولای باید پر پاکستان فشار واچوي او که پاکستان هم نه شي تیارولی نو باید اعلان وکړي چې پر اسلام اباد یي وس نه رسیږي.

ویسا:

ویسا غیر دولتي ورځپاڼې هم د دې موضوع ترڅنګ له طالبانو سره د ولسمشر کرزي د پټو خبرو په اړه لیکنه خپره کړې.

په دې اړه مطلب کې د ولسمشر کرزي د ویاند ایمل فیضي له قوله تایید شوي، چې له طالبانو سره پټې خبرې پیل شوي او دوام به ومومي.

په مطلب کې راغلي، چې ولسمشر کرزي له طالبانو سره د سولې دا پټې خبرې پرته له دې چې امریکا خبره کړي پیل کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان غیر دولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي سند له پنټاګون سره د ولسمشر اوباما د خبرو محور وو.

په دې اړه لیکنه کې راغلي، چې په وروستیو څو اونیو کې دا دویم ځل دی چې جمهور رییس بارک اوباما د امریکا د دفاع وزارت له چارواکو سره د افغانستان په اړه بحثونه کوي.

ملي ارمان په پاکستان کې د امریکا د سفیر له قوله په یوه بل مطلب کې لیکلي، چې د سیمې هېوادونه دې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.

ریچرډ اولسون ویلي، چې امریکا د سولې له پروسې څخه چې د افغانانو په مشرۍ او اختیاروي ملاتړ کوي.

ملي ارمان په پاکستان کې د امریکا د سفیر په حواله لیکلي، دا ډیره مهمه ده چې په سیمه کې ټولې خواوې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه ونه کړي او له هغه بهیره ملاتړ وکړي چې افغانان یې پرمخ وړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي سند مهم بلل او وایي، چې په دې برخه کې رامنځته شوې ستونزې د انتقادونو له لارې نه بلکې د خبرو له لارې حل کیدې شي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، چې پر امریکایي چارواکو سربیره ان د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن هم ګواښ کړی چې که دا تړون لاسلیک نه شي نو افغان ځواکونه به له نړېوالو مرستو بې برخې شي.

د هېواد د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې دواړه خواوې باید پر یو بل انتقادونه او فشار اچول بند کړي او د خبرو او تفاهم له لارې دې ستونزې ته حل لاره پیدا کړي.

ملي باور:

ملي باور غیر دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله له طالبانو سره د ولسمشر کرزي پټو خبرو ته ځانګړې کړې.

لیکوال د ولسمشر کرزي د حکومت کمې مودې ته په اشاره لیکي، دا پټې خبرې اترې ښایي په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هغه وروستۍ هڅې وي.

د ملي باور د سرمقالې د لیکوال په لیکنه، ممکن په افغانستان کې د سولې مساله راتلونکې حکومت ته د میراث په توګه پاتې شي.

چمتوکوونکی: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG