د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۲۱

جاپان د کابل هوايي ډګر له تجهیزولو سره د مرستو اعلان وکړ


د جاپان هېواد د کابل هوایي ډګر له تجهیزولو سره د شاوخوا درې څلویښت میلیونو امریکا ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

د دې مرستې تړون د سې شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر او په افغانستان کې د جاپان د سفیر ترمنځ لاسلیک شو.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، دا مرسته به په کابل هوایي ډګر کې امنیتي ځواکونو ته د تالاشیو پرمهال او همدارنګه مساپرو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د جاپان سفیر وویل، سربیره پردې مرستو، ژمن دی چې په راتلوونکې کې هم له دې هېواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د جاپان تازه مرسته به د کابل نړېوال هوایي ډګر په تجهیزولو او د امنیتي چارو د ښه والي لپاره ولګول شي.

د دې مرستې تړون د سې شنبې په ورځ په کابل کې د بهرنیو چارو د وزیر ضرار احمد عثماني او په افغانستان کې د جاپان د سفیر "هیروتاکاشي" ترمنځ لاسلیک شو.

ښاغلي عثماني د جاپان د تازه مرستې هرکلی وکړ او ویي ویل:

"موږ ته د خوښی ځای دی چې نن بیا هم د دوست هېواد جاپان د تازه مرستو شاهدان یو.

دا د جاپان د شاوخوا درې څلویښت میلیونو امریکايي ډالره وړیا مرسته ده چې له موږ سره کېږي.

دا مرسته د کابل نړېوال هوایي ډګر د لاتجهیزولو لپاره ځانګړې شوې ده."

د بهرنیو چارو وزیر وویل، په دې مرسته به په کابل نړېوال هوایي ډګر کې د امنیت لپاره د چک بریښنایي دروازې جوړې کړي، د ایکسرې ماشینونه نصب کړي، د مساپرو لپاره به د انتظار سالون سمبال او د ډګر ځانګړي بسونو واخیستل شي.

د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه زیاته کړه، جاپان په وروستیو درېیو کلونو کې له کابل نړېوال هوایي ډګر د نوي ترمینل له جوړولو سره سل میلیونه امریکا ډالره مرسته هم کړې ده.

په افغانستان کې د جاپان سفیر هیرو تاکاشي وویل، له دې هېواد سره یې له دوه زره لومړي میلادي کال راهیسي مرستې کړي او په راتلوونکې کې به یي هم وکړي:

"موږ په راتلوونکې کې هم د بیارغاونې په چارو کې له تاسې سره یو، موږ له افغانستان سره تر اوسه پنځه میلیارده ډالره مرسته کړې، هیله ده د افغانستان خلک هم په دې برخه کې همکاري وکړي، څو چارې په ښه توګه پرمخ لاړې شي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتوله مخې جاپان له افغانستان سره د لویو مرستندویو هېوادونو په لست کې دوهم ځای لري.

دا وزارت دا هم وایي، جاپان په دوه زره لسم میلادي کال کې د توکېو په کنفرانس کې ژمنه کړې، چې تر دوه زره اولسم میلادي کال پورې به له افغانستان سره د درې میلیاردو ډالرو مرسته وکړي.

افغان چارواکي وایي، جاپان په مجموع کې له دوه زره لومړي میلادي کال راهیسي د افغانستان د روغتیا، پوهنې، بیارغاونې او د وسله والو ډلو د بې وسلې کولو له پروګرامونو سره شاوخوا پنځه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

راپور: خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG