د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

"د راروانو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو پر مبارزو تبصرې کړې"


زیاترو غربي ورځپاڼو په خپلو تازه ګڼو کې د افغانستان د راروانو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو پر مبارزو تبصرې کړې دي.

د انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼه لیکي، چې په افغانستان کې انتخاباتي مبارزې د خوشبینۍ او تشویش په فضا کې پيل شوې چې دوې میاشتې به دوام وکړي.

د ګارډین په لیکنه، دا مبارزې د داسې انتخاباتو لپاره کیږي چې وار دمخه لا د تشدد او چل بازۍ ښکار شوي خو بیا هم په دې هېواد کې د ثبات لپاره یوازینۍ هیله ګڼل کیږي.

ګارډین لیکي: جمهور ریس کرزی بیا نه شي کولای چې ځان کاندید کړي نو که په افغانستان کې را روان انتخابات سم او عادلانه وشي په دې هېواد کې به په سوله ییز او ډیموکراتیک ډول د قدرت د انتقال اوله تجربه وي.

ورځپاڼه د وژمه فروغ په نوم د حکومت د یوې منتقدې په حواله لیکي، چې پرټویټر یې د جمهوري ریاست د کاندیدانو د شمېر تعدد افغانستان د راتلونکي په اړه د خوشبینۍ وړ خبره بللې ده.

ورځپاڼې دې ته هم اشاره کړې چې هر کاندید ته درې زره موټر او شپږ دیرش حافظتي پولیس ورکړ شوي دي.

ګارډين په کابل کې د کاندیدانو د هڅو په اړه لیکي:

هغوي خپل ویندویان او د انتخاباتي مبارزو مدیران او د خپلو غونډو نیټې اعلان کړې دي. د افغانستان یو پيژندل شوي څیرې د یوه کاندید ملاتړ او پر بل کاندید نیوکې کوي.

وسله والو طالبانو دا انتخابات د وخت ضایع کول بللي او تعهد یې کړی چې خنډ به ورته جوړوي چې پیل یې له هراته وشو او د کاندید عبدالله عبدالله د انتخاباتي مبارزې دوه کارکونکي ووژل شول.

ګارډین ورځپاڼه لیکي، چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کمپاین مصرف دوله لکه ډالر یا لس میلیونه افغانۍ ټاکل شوی، خو په داسې هېواد کې چې د مخدرو موادو د قاچاق او غوړو پوځي قراردادونو په پيسو کې غوټې وهي، د مصرف په اړه ډير فکر نه کیږي.

ټایمز ورځپاڼې هم په دې ارتباط تبصره کړې او لیکي: په افغانستان کې غالبا خونړۍ انتخاباتي مبارزه پيل شوه چې په دې هیواد کې د تیرو دولس کلنو اسیب پذیر پرمختګ لپاره ډير مهم ګڼل کیږي.

د ټایمز په لیکنه، د دې انتخاباتو ګټونکي ته به داسې یو هېواد په میراث ور ورسیږي چې نړیوال ځواکونه به هم په نږدې وخت کې ورڅخه ووزي.

ټایمز په هلمند کې د بریتانوي عسکرو پر فعالیت د جمهور ریس حامد کرزي د انتقاد په اړه هم تبصره کړې ده او لیکي چې ښاغلي کرزي د امنیت د تامیین لپاره د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکو فعالیت په ځانګړي ډول په هلمند کې ناکام بللی وو.

ګارډين لیکي، چې په تیرو دولس کلو کې د بریتانیې د پوځ د ۴۴۷ وژل شویو عسکرو اکثر په هلمند کې وژل شوي دي.

د امریکا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې هم په افغانستان کې پر تازه پيل شویو انتخاباتي مبارزو لیکنه کړې چې په یوه برخه کې یې راغلي دی: دا مبارزې په هرات کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي مبارزې دوه کارکونکي ووژل شول او د سوله ییزو انتخاباتو په اړه لیدلوری یې له اندیښنو سره غوټه کړ.

لاس انجلس ټایمز لیکي چې دې پيښې د عبدالله عبدالله پر انتخاباتي کمپاین اغیز کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، په داسې حال کې چې نړېوال ځواکونه دوتلو لپاره ځان تیاروي، د جمهوري ریاست انتخابات په سوله ایز ډول د قدرت د انتقال لپاره د افغان حکومت توان ازمویي.
XS
SM
MD
LG