د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

"د کمپاینونو پرمهال د کاندیدانو او د هغوی د پلویانو له خوا سرغړونې لیدل شوي"


د کابل چاپ ورځپاڼو نن هم په خپلو ګڼو کې د انتخاباتي کمپاینونو په اړه تبصرې کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي؛ د جمهوري ریاست د انتخاباتي کمپاینونو په مرکزونو کې ځینې هغه دولتي چارواکي هم لیدل کېږي چې؛ په اداري فساد تورن دي.

ورځپاڼې لیکلي، که د کامیابۍ په صورت کې کوم کاندید همدا فاسد چارواکي چې اوس پرې راټول دي؛ بېرته په لوړو پوستونو وټاکي؛ نو د هېواد ستونزه به هواره نه شي.

په سرمقالې کې راغلي؛ کاندیدان باید په دې پوه شي چې؛ که مفسد چارواکي یې په استازیتوب خبرې وکړي؛ نو په خلکو کې به یې اعتبار زیانمن شي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې؛ د کمپاینونو په جریان کې د کاندیدانو او د هغوی د پلویانو له خوا ځینې سرغړونې لیدل شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي چې، حتی د پولیسو په رنجر موټرو هم د ځینو کاندیدانو عسکونه لیدل شوي چې؛ له دولتي امکاناتو استفاده ښيي.

سرنوشت لیکلي، که کاندیدان سر له اوسه له اصولو سرغړونه پیل کړي؛ نو ایا په هغو ژمنو یې باور کیدای شي چې؛ د کمپاین په جریان کې یې له ملت سره کوي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا په اړه په یوې مرکې کې د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ څرګندونې راخیستي دي.

په مطلب کې د ولسمشر کرزي له قوله راغلي چې؛ له امریکا یې ښه نه دي لیدلي، ځکه دې هېواد یې پر ضد کارونه کړي دي.

په مطلب کې همداراز د ولسمشر له قوله راغلي چې؛ له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کول یوه تاریخي پېښه ده او دی به په دې اړه قمار ونه وهي.

د ویسا د مطلب په حواله ولسمشر ویلي چې؛ دی د جمهور رییس په توګه د خپلې دورې پای ته رسولو ته دومره لېواله دی چې څوک یې تصور هم نه شي کولای.
XS
SM
MD
LG