د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۱۸

له پاکستاني طالبانو سره سوله او په افغانستان یې اغیزې


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د پاکستان دا اقدام د سولې لپاره یو مثبت ګام دی چې له خپلو طالبانو سره د خبرو لپاره یې یو پلاوی ګمارلی.

د سولې عالي شورا د نړېوالو اړیکو سلاکار وایي، که چیرې پاکستاني طالبان له خپل حکومت سره سوله وکړي، د افغانستان د سولې پر بهیر به هم اغیز وکړي.

د پاکستان صدر اعظم نواز شریف د چهارشنبې په ورځ له پاکستاني طالبانو سره د خبرو د پيل لپاره یو څلور کسیز پلاوی وټاکه.

د افغان طالبانو یو شمېر پخواني چارواکي بیا وایي، په افغانستان او پاکستان کې د سولې شرایط توپير لري.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د سولې ټینګښت ته باید په هر اړخیز ډول کار وشي او د دې هدف لپاره د پاکستان د حکومت وروستی ګام ګټور بولي.

د دې شورا د نړېوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وایي، د افغانستان قضیه له سولې پرته بله لاره نه لري او په خبره یې باید وسله وال مخالفین هم نور په خپل هېواد رحم وکړي.

ښاغلي قاسمیار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان دا اقدام چې له خپلو طالبانو سره خبرې کوي د سولې لپاره یو پرمختګ دی او په افغانستان به هم اغیز ولري:

"دا چې د پاکستان حکومت له خپلو طالبانو سره د سولې او خبرو لپاره یو پلاوی ټاکلی، دا یو پرمختګ دی، زه په دې باور یم چې د دواړو هېوادونو امنیتي وضعیت یو له بل سره تړلی، همدا معقوله لاره ده او باید تعقیب شي."

د پاکستان صدراعظم نواز شریف د چهارشنبې په ورځ خپل پارلمان ته د وينا پر مهال وويل، حکومت يې غواړي چې وسله والو طالبانو ته د خبرو اترو يو بل چانس هم ورکړي.

نواز شریف پاکستاني خبریال رحیم الله یوسفزي، په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شا مهمند، خپل سلاکار عرفان صدیقي او متقاعد جنرال عامر ته دنده ورکړه چې له پاکستاني طالبانو سره خبرې پيل کړي.

د راپورونو له مخې پاکستان د طالبانو د فدایي محاذ قومندان مولا منصور دادالله هم د تیرې دوشنبې په ورځ له بنده آزاد کړی دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا د نړیوالو اړیکو سلاکار وایي، منصور دادالله د سیاسي ملحوظاتو له امله بندي شوی وو، او هیله ده چې خوشې کیدل یې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

پاکستان له دې وړاندې هم یوشمیر افغان طالبان له بنده آزاد کړي، خو د سولې عالي شورا د هیلو برعکس، تراوسه د سولې د ټینګښت لپاره ګټور نه دي تمام شوي.

د سولې عالي شورا وایي، له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت سوله د افغانستان له سولې سره هم مرسته کوي، خو د طالبانو یو شمیر پخواني چارواکي دا له امکان څخه لرې بولي.

د طالبانو د جیش المسلمین ډلې پخواني مشر سید اکبر اغا ازادي راډیو ته وویل، له پاکستاني طالبانو سره د هغه حکومت سوله په افغانستان ډیره اغیز نه کوي، ځکه د دواړو هیوادونو د سولې شرایط توپیر لري:

"د پاکستان د طالبانو دښمني له خپل حکومت سره یا د حکومت دښمني له دوی سره د افغانستان له طالبانو سره فرق لري، ځکه افغانستان ته خارجي قواوې راغلي دي، اغیزه به ولري، ځکه په هر هیواد کې چې سوله راځي په همجوار هیواد اغیز کوي، خو پوره اغیزه په دې نه کوي چې شرایط سره جلا دي."

پاکستان له دې وړاندې هم هڅه کړې چې له خپلو طالبانو سره خبرې پیل کړي، خو د افغان حکومت په څیر تراوسه نه دي توانیدلي.

د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر حکیم الله مهسود له وژل کیدو وروسته داسې راپورونه ورکول شول چې ځینې کړۍ د افغانستان او پاکستان د سولې بهیر ته ستونزې پیدا کوي.

پاکستاني طالبانو له دې وړاندې ویلي وو، له خپل حکومت سره هغه وخت سوله کوي چې په افغانستان کې د دوی د جنګ چې دوی یې جهاد بولي مخه ونه نیول شي.

معلومه نده چې دا ځل به پاکستاني طالبان له خپل حکومت سره دسولې په خاطر داسې شرط وړاندې کړي که نه ؟

راپور: اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG