د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

جین ساکي د افغان چارواکو تورونه له حقیقته لیرې وبلل


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان چارواکو هغه تورونه رد کړل چې وایي، افغان ولسمشر حامد کرزی ګومان کوي چې په یو شمېر حملو کې امریکایان لاس لري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي پرون په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې دغه تورونه بې اساسه او له حقیقته لیرې وبلل او زیاته یې کړه:

"موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیښت لپاره چې دا هېواد د تروریستانو او د سخت دریځو شبکو له ګواښونو سره مخامخ دی، دولس کاله هلې ځلې وکړې که دا له پامه وغورځول شوي او بل ډول فکر وشي دا به د هغو کسانو قدر ته سپکاوی وی چې د افغانستان د خلکو لپاره یې ځانونه قربان کړي دي.

همدا شان له حقیقته او اخلاقه به لیرې وي که فکر وشي چې موږ له هغه دښمن سره مرسته کوو، چې د ماتولو هڅه یې کوو او د هغه د له منځه وړلو لپاره هڅه کوو، دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کړو."


په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په بڼه حملو کې د امریکایانو د لاس لرلو مساله امریکایې واشنګټن پوست ورځپاڼې په یوه راپور کې رابرسیره کړې ده.

په ارګ کې یو شمېر لوړ پوړو افغان چارواکو د خپلو نومونونه ښودلو په شرط دې ورځپاڼې ته ویلی چې افغان ولسمشرګومان کوي چې په افغانستان کې په ترسره شویو ځینو حملو کې چې مسولیت یې وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی، امریکایان لاس لري او هدف یې د ده د حکومت کمزوري کول دي.

یوه چارواکي ویلي، چې کرزي د دغو مشکوکو حملو یولست هم ترتیب کړی دی.

په لست کې په کابل کې پر یوه لبناني رستورانت وروستۍ حمله هم شامله ده چې د درېیو امریکایانو په ګډون په کې یویشت کسان ووژل شول او مسولیت یې هم طالبانو په غاړه اخیستی دی. خو دغو چارواکو دغه راز ویلي چې افغان حکومت د دغو ادعاو د ثابتولو لپاره کره شواهد او اسناد نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي وویل، امریکا په افغانستان کې څنګه له هغه دښمن سره مرسته کولای شي چې د ماتولو هڅه یې کوي:

"د امریکا متحده ایالات او افغان ولسمشر حامد کرزی دواړه ګډ هدف لري او هغه د یوه متحد، خپلواک او ثبات لرونکي افغانستان هدف ته رسیدل دي، یوه داسې افغانستان چې د خپلو امنیتي چارو مسولیت ولري او وکولای شي دا یقیني کړي چې بیا د تروریستانو په خوندي ځای بدل نه شي.

خبره د اعتماد نه ده او نه هم کومه بله مساله بلکه مساله د دوه اړخیز امنیتي تړون ده چې باید کار یې مخ ته لاړ شي او هغه لاسلیک شي، ځکه دا ډیر د افغانستان د خلکو او هم د امریکا د حکومت او زموږ د ناټو د متحدینو په ګټه دی او همدا علت دی چې موږ پر دې مسالې ډیر تمرکز کړی دی."


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه تورونه په داسې حال کې ردوي چې ولسمشر بارک اوباما ملت په کلنۍ وینا کې د یو متحد افغانستان ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې د روان میلادي کال تر پایه به د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

اوباما دغه راز وویل، که د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شي نو یو لږ شمېر امریکایي پوځیان به ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې پاتې شي.
XS
SM
MD
LG