د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۱

م.م افغانستان ته د نه ځنډیدونکو مرستو ډاډ ورکړ


ملګرو ملتونو تر۲۰۱۴ میلادي کال وروسته افغانستان ته د نه ځنډیدونکو مرستو ډاډ ورکړ.

دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش د چهارشنبې په ورځ د توکیو د متاقبل ځواب ورکونکي بورډ په شلمه غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې د څه باندي پنځوسو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو استازو، د ولسمشرۍ کاندیدانو، د کابینې غړو او یو شمېر مدني فعالانو برخه اخیستې وه.

په همدې حال کې افغان چارواکي وایې، دوی په تیرې یوې لسیزه کې د توکیو د متقابل ځواب ورکونکې بورډ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه درلودل.

د توکیو د انسجام او نظارت بورډ په شلمه ناسته کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې ډاډ ورکړ، چې تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به هم له دې هېواد سره مرستې وکړي.

یان کوبیش وویل، چې دوي به له ځنډ پرته له افغانستان سره د توکیو د موافقې پراساس خپلو مرستو ته دوام ورکړي:

"اوس له افغانستان سره تر دوه زره څوارلسم کال وروسته د همکاریو د دوام نه ورکولو خبره کیږي.

نړېواله ټولنه او ملګري ملتونه د متقابلو ژمنو د پراختیا د ضرورت په وړاندې واضح دریځ لري او له افغانستان څخه اوږد مهاله ملاتړ ته ثابت قدمه دي.

سربیره پر دې، زه د سیمه ییزو همکاریو له زیاتیدو هرکلۍ کوم. که هغه متقابلې وي او که یو طرفه هڅې وي."


کوبیش وویل، که د توکیو د کنفرانس د متقابلې حساب ورکونې نتایج عملي شي، په افغانستان کې به یو ښه اقتصاد رامنځ ته شي.

په کابل کې د توکیو د متاقبل ځواب ورکوونکي بورډ د شلمې غونډې د جوړیدو هدف دا و، چې د توکیو په کنفرانس کې له افغانستان سره د شویو مرستو څرنګوالی وڅیړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا کانګرس د ۲۰۱۴ مالي کال لپاره له افغانستان سره د دې هیواد په پراختیایې مرستو کې پنځوس فیصده کموالی راوست.

په همدې حال کې افغان دولت وایې، د متقابلو ځواب ورکونو په برخه کې یې په تیره لسیزه کې ښه پرمختګونه درلودل.

د افغانستان د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال په همدې غونډه کې وویل، د توکیو د غونډې له هغو شاخصونو څخه چې افغانستان یې د عملي کولو ژمنه کړې وه، عملي شوي دي:

"د هغو متقابلو ژمنو په برخه کې چې موږ د توکیو په غونډه کې نړېوالې ټولنې ته ورکړې، د افغانستان دولت په اولسو موجودو شاخصونو کې د پام وړ پرمختګونه درلودل.

له اولسو شاخصونو څخه یې دیارلس شاخصونه بشپړ عملي کړي او د پاته څلورو شاخصونو په برخه کې یې هم ښه پرمختګونه کړي."


ښاغلي زاخیلوال وویل، چې د امنیت د ټینګښټ، د ښځو د حقونو د خوندي کولو، په مالي برخو کې د پرمختګونو، د هېواد د عادي عوایدو د لوړیدو او دا ډول نورو برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي.

د توکیو کنفرانس د ۲۰۱۲ میلادي کال په جولای میاشتې کې د لسګونه هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازیو په ګډون د جاپان په مرکز کې جوړ شو.

په غونډه کې پریکړه وشوه، چې نړیواله ټولنه به تر ۲۰۱۵ میلادي کاله پوري له افغانستان سره ۱۶ میلیارده ډالره مرسته و کړي، خو په دې شرط چې افغانستان د حساب ورکونې او شفافیت په برخه کې اقدامات وکړي.

خو داسي اندیښنې هم شته، چې که د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي او دفاعي سند لاسلیک نشي، ښایې دا مرستې هم عملي نه شي.
XS
SM
MD
LG