د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

"د انتخاباتي کمپاینونو لپاره ځیني امنیتي تدابیر اعلان شول"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جمهوري ریاست د کاندیدانو او د هغوي د انتخاباتي کمپاینونو لپاره خپل ځیني امنیتي تدابیر اعلان کړل.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د جمهوري ریاست د هرکاندید د کمپاین مرکز ته به پنځه دیرش ساتوونکي، درې زره ضد موټر او درې هالیکس تعقیبي موټر ورکول شي.

له دې نه وړاندې د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو د افغانستان له امنیتي ارګانونو غوښتي و، چې د دوي امنیت دې خوندي کړي.

ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره رسمآ انتخاباتي کمپاینونه پیل شي.

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د کمپاینونو د پیل پرمهال د کورنیو چارو وزارت چارواکې د کاندیدانو د امنیت د ښه خوندیتوب په هدف د نویو امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جمهوري ریاست له ټولو کاندایدانو غواړي چې د امنیتي پلان مطابق د ملي امنیت شوار ته هغه کسان ور وپیژني، چې دوي یې د ساتوونکو په ډول ګرځوي او ورباندې باور لري.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو د امنیت د تامین لپاره یې ګټوره طرحه ترتیب کړې او د اجرا وړ ده:

"د هر انتخاباتي کمپاین لپاره درې زرې او درې هایلکس موټرونه او همدا راز پنځه دیرش محافظین په نظر کې نیول شوي.

د جمهوري ریاست له ټولو کاندیدانو څخه غوښتنه کېږي چې د کورنیو چارو وزارت له خوا خپل وسایل واخلي او یوه بله غوښتنه هم د جمهوري ریاست له کاندیدانو څخه لرو، هغه دا چې موږ ته خپل باوري کسان معرفي کړي ځکه چې دوي د امنیتي کسانو په حیث انتخاب کېږي خو له بده مرغه دوی تر اوسه موږ ته خپل د اعتماد وړ کسان نه دي معرفي کړي."


ښاغلي صدیقي همدا راز له ټولو کاندیدان او د هغوي د انتخاباتي کمپاین له غړیو وغوښتل چې د انتخاباتي مبارزاتو لپاره که کوم ځای ته سفرکوي باید اته څلویښت ساعته مخکې امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.

له دې نه وړاندې د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو او د هغوی مرستیالانو له امنیتي ارګانونو غوښتنه کړې وه چې دوی امنیت دې خوندي کړي.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو او د هغوي د مرستیالانو د امنیت په اړه هغه وخت اندیښنې زیاتې شوې چې د تیرې جمعې په ورځ په هرات ولایت کې د جمهوري ریاست د یوه کاندید عبدالرب رسول سیاف په لومړي مرستیال محمد اسمعیل باندې انتحاري حمله وشوه.نوموړی له دې حملې رک روغ ووت.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د تقسیم اوقات له مخې په افغانستان کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ پیلیږي.دا کمپاینونه دوه میاشتې دوام پیدا کوي.

د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو ګواښ کړی، چې د راتلونکې کال د حمل د میاشتې د شپاړلسمې نیټې د انتخاباتو د ګډوډولو هڅې به وکړي.

خو د افغانستان امنیتي چارواکې ډاډ ورکوي د وسله والو مخالفانو د تحرکاتو د مخنیوي په هدف یې تازه اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG