د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ چنګاښ ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۰۱

افغان دولت له بګرامه په لسګونو زندانیان خوشې کوي


د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي ویاند وایي، چې یو شمېر بندیان به ډیر ژر د بګرام له زندانه خوشې شي.

ایمل فیضي د دې سربیره دا خبره وکړه چې؛ په افغانستان کې امریکایي ځواکونو د دوشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړې او په کې یې افغان حکومت ته خبرداری ورکړ چې خطرناک مجرمان دې نه خوشې کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ډګروال سټیف وارین وویل، افغان حکومت د اووه دیرش بندیانو د خوشې کولو وظیفه د بګرام زندان په اړه د څیړنې کمیټې ته سپارلې ده، خو نوموړي خبرداری وکړ چې د دې بندیانو یو شمېر د سړک د غاړې د بمونو په وسیله په وسله والو بریدونو کې لاس لري او ځینې یې پر افغان او بهرنیو ځواکونو په حملو تورن دي.

د ولسمشرکرزي ویاند ایمل فیضي بیا پرون په کابل کې خبرې غونډې ته وویل، د یو شمېربندیانو د خوشې کیدو پریکړه د افغانستان د عدلي او قضایي ادارو له غونډې وروسته شوې ده، ده وویل چې د مرغومي په نولسمه د عدلي او قضایي ادارو غونډه په ارګ کې جوړه شوه چې په دې غونډه کې هم قاضي القضات و، هم د عدلې وزیر و، هم لوی څارنوال، هم د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، هم د افغانستان د ملي امنیت رییس او هم د نورو مربوطه ادارو استازیو پکې برخه اخیستې وه.

د دې غونډې په اړه ایمل فیضي بیا وویل:

"دغه غونډه د هغه راپور پر بنسټ جوړه شوه چې د ملي امنیت ادارې د بګرام د زندان د ۸۸ بندیانو په اړه خپور کړ، همدا راز د دې بندیانو په اړه د کابل او واشنګټن د نظر د اختلاف لپاره په غونډه کې بحث وشو.

د هېواد د ملي امنیت د ریاست د راپور او څیړنې له مخې د افغانستان د عدلي او قضایي ادارو په غونډه کې پریکړه وشوه چې د ۸۸ کسانو له ډلې څخه هغه کسان چې بې ګناه دی ژر تر ژره خوشې شي"


د افغان ولسمشر ویاند زیاته کړه، چې د اته اتیا بندیانو په ډله کې یوازې شپاړس تنه داسې کسان دي چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د هغوی په اړه سندونه لري، نو د هغوی دوسیې لوي څارنوالي ته د قانوني بهیر د بشپړولو لپاره واستول شوې.

ایمل فیضي وویل، د امریکایي ځواکونوه په اعلامیه کې د بګرام د زندانیانو خوشي کیدل غندل شوې دي او دا غندل د هیوادونو تر منځ د نړیوالو اصولو خلاف کار دی. د ولسشمر ویاند بیا وویل، د بهرنیو هیوادو ځواکونه حق نه لري چې زموږ د عدلي او قضایي ادارو پریکړې ناسمې وبولي یا شک پرې وکړي.
XS
SM
MD
LG