د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۲۸

"د کاندیدانو د ایتلاف او یا انصراف وخت تیر شوی دی"


د افغانستان د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې یوولس تنو ځانونه کاندید کړې دي.

اوس د پوهاوي یو جرګه د خبرواترو او جوړجاړیو له لارې هڅه کوي؛ د کاندیدانو شمېر راکم کړي او ځینې یې له نورو سره ایتلاف وکړي او له خپلې کاندیدۍ تیر شي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي چې دا کار د رای ورکونکو لپاره د رایو ورکولو بهیر نور هم پیچلی کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند نور محمد نور له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ که یو کاندید د یوه بل په ګټه له خپلې کاندیدۍ تیرشي؛ د هغه رايې باطلیږي.

د انتخاباتو د کمیسون د چارواکو په وینا؛ د رای ورکولو پاڼې له مخکې چاپ شوې دي. که ځینې کاندیدان له خپلې کاندیدۍ تېر هم شي په دې پاڼو کې به یې نومونه پاتې وي او ښايي یو شمېر رای ورکونکې په ناخبرۍ رايې ورکړي چې؛ په دې سره به ډیرې رايې باطلې شي.

ښاغلي نور همدارنګه وویل، اوس د یو بل په ګټه د کاندیدانو د ایتلاف او یا انصراف وخت تیر شوی دی او د دې کار لپاره د لړم د میاشتې شلمه نېټه وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون ویاند وویل؛ د دوی معلومات ښيي چې هیڅ کاندید د بل په ګټه تېرېدو ته چمتو هم نه دی.

خو د دې جرګې یو غړي معین مرستیال بیا د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د چارواکو د دې نظر په اړه ازادي راډیو ته وویل؛ د ده په باور کاندیدان تر پایه حق لري چې؛ په خپلې کاندیدۍ ودریږي او یا ترې د نورو په ګټه تیر شي.

د ښاغلي مرستیال په وینا، هغه کاندیدان چې له خپلې کاندیدۍ تیریږي کولی شي چې؛ خپلو پلویانو ته ووايي چې، خپله رایه دې یو بل مشخص کاندید ته ورکړي.

نوموړې وویل چې، د کاندیدانو تر منځ د پوهاوي جرګه د کاندیدانو د شمیر د کمولو سربیره د انتخاباتو په ګټه نورې هڅې هم کوي.

پوهاي جرګه د شخړو د هواري د کمیسون د مشر حضرت صبغت الله مجددي له خوا رامنځ ته شوې؛ څو د ولسمشرۍ د څوکۍ د کاندیدانو ترمنځ د تفاهم او جوړجاړي لپاره هڅې وکړي.

ویل کیږي چې، د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو څخه یو شمېر قومي مشران په دې جرګه کې برخه لري. د دې جرګې غړي وايي چې؛ ټولو کاندیدانو سره یې جلا جلا خبرې کړي او ډیرو د دوی د هڅو ملاتړ کړی دی.
XS
SM
MD
LG