د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۰۰

په کوټه کې د ۲۵هزاره ګانو مړي لا هم نه دي ښخ شوي


د بلوچستان په مستونګ کې وړمه شپه په ځان وژونکي بريد کې د وژل شويو هزاره توکمه شيعه مسلمانانو مړي لا هم په کوټه کې د احتجاج په توګه پر سړک پراته دي.

خپل خپلوان يې وايي، مړي به ترهغو ښخ نه کړي، چې د وسلوالو په خلاف هدفي عمليات پيل نه کړي. د ايالتي اسمبلۍ يوه غړي پر هزاره ګانو په دا ډول بريدونه کې د پاکستان استخبارات تورن کړي دي.

په ماتم اخته د لسګونو کورونو خپلو خپلوانو او نورو سلګونو هزاره توکمه شيعه مسلمانانو برايي شپه له خپلو پينځويشت وژل شويو کسانو سره پر علمدار سړک ويښه تېره کړه.

د دوي په منځ کې د وړمې شپې په ځان وژونکي بريد کې د وژل شويو ځوانانو مړي په تابوتونو کې پراته وو او دوى ورته ژړاوې فريادونه کول. د غمجنو هزاره ګانو ماشومانو، ښځو او سپين ږيرو په سرو سترګو پوښتنه کوله، چې خلک يې په څه ګناه وژل کېږي.

هزاره ډيموکراټيک ګوند پرون کاربنديز اعلان کړى وو او د چارشنبې د شپې د ځانوژونکي بريد په خلاف يې د کوټې پر باچاخان چوک باندې احتجاجي مظاهره هم وکړه. په مظاهره کې شريکو ځوانانو په لاسونو کې شعارپاڼې را اخيستې وې او د ايالتي حکومت په خلاف يې شعارونه يې ورکول.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د شيعه مسلمانانو د اتحاديې مجلس وحدت المسلمين غړي سيدمحمد رضا د چارشنبې په ماځيګر خبري غونډې ته په وينا کې پاکستاني استخباراتي ادارې پر شيعه مسلمانانو باندې په بريدونو تورنې کړې. ده وويل پر وسلوالو باندې د عملياتو پر ځاى له هغوى سره مذاکرات کول د حکومت کمزوري ښيي:

"په پاکستان کې په هيڅ ځاى کې هم د فرقه ييز تاوتريخوالي تصور نه شته، دا يواځې او يواځې د ترهګرۍ يواړخيز عمل دى، هغه خلک چې ناوړه اهداف يې په افغانستان کې تر سره نه شول، په سعودي عربستان او مصر کې تر سره نه شول، راغلو دلته په پاکستان کې يې د پناه ځاى و موند او ځينې خلک د دوى ملاتړ کوي"

د بلوچستان اعلى وزير ډاکټر عبدالمالک بلوڅ پرون ماښام د خپلې کابينې له څو نورو غړيو سره په ماتم اخته احتجاج کوونکيو کورنيو ته ورغى او د هغوى له مشرانو سره يې خواخوږي وکړه. ډاکټر مالک هغوى ته وويل چې دا يواځې د دوى نه، د ټولو شريک غم دى:

"ستاسې احتجاج جايز دى، موږ ستاسې په غم کې برابر شريک يو، خداى شاهد دى چې له تاسې سره کښېنستو ته تيار يو، ځکه له کله چې دا پېښه شوې موږ له هغه وخته دا خپله پېښه او ماتم ګڼو، زه تاسې ته باور درکوم، چې زموږ حکومت به- که واکمن ګوندونه دي، که اپوزيسون- هڅه کوو، چې زموږ له اولادونو ستاسې له ځوانانو سره داسې ونه شي، زه ستاسې له مشرانو سره خواخوږي کوم"

د شيعه مسلمانانو پر بس د ځانوژونکي بريد په خلاف په کراچۍ، پينډۍ، لاهور، ملتان او د پاکستان په نورو ښارونو کې هم احتجاجونه دوام لري، خلک پر سړکونو ناست دي او د لښکر جنګوي د وسلوالو په خلاف د عملياتو غوښتنه کوي.

لښکر جنګوي د مستونګ په درينګړ نومي ځاى کې پر شيعه مسلمانانو د دې بريد مسووليت منلى او ګواښ يې کړى، چې په راتلونکي کې به هم دا ډول بريدونو ته دوام ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د تېر ٢٠١٣م کال د جنورۍ پر لسمه پر همدې علمدار سړک په دوو بمي حملو کې شاوخوا اتيا تنه هزاره توکمه شيعه مسلمانان وژل شوي وو او مړي يې د احتجاج لپاره څلور ورځې پر همدې علمدار سړک پراته وو، اخير د پاکستان صدراعظم راجه پروېز اشرف ورته راغى او د دوى په غوښتنه يې ايالتي حکومت ختم کړ او پر ځاى يې واک والي يا ګورنر ته و سپاره، خو دا ځل يې غوښتنه د وسلوالو په خلاف سمدستي هدفي عمليات کول دي، څلرويشت ساعته پوره کېدونکي دي او مړي يې لا هم خاورو ته نه دي سپارلي.

رپوټ: بارکوال مياخېل
XS
SM
MD
LG