د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

د افغان فوټبال ملي لوبډله د اسیا د چلنچ کپ سیالیو ته تیاری نیسي


د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د اسیا د چلنچ کپ سیالیو په دویم پړاو کې د ګډون لپاره تیاری نیسي.

د اسیا په چلنج کپ سیالیو کې چې ټاکل شوې تر راتلونکو درې میاشتو پورې به په مالدیف کې وشي، د افغانستان په ګډون د اسیایي هېوادونو ۸ لوبډلې برخه اخلي.

افغانستان د چلنچ کپ په مقدماتي پړاو سیالیو کې چې تېر کال وشوې په خپل ګروپ کې اتلولي خپله کړه او د دغه لوبو وروستي پړوا ته یې لار ومونده.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم لوبغاړي په هېواد کې د یوې اونۍ تمرینونو وروسته، د تمرین لپاره د قطر دوحې ښار ته ځي.

ټاکل شوې د قطرد فوټبال تمریني کیمپ د فبرورۍ میاشتې له ۱۰نه تر۱۵ نیټې پورې دوام وکړي.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکی محمدیوسف کارګر وايي، هغه افغان لوبغاړي چې په بهرنیو لوبډلو کې لوبیږي، په دغه تمریني کیمپ کې ګډون کوي او ټاکل شوې د اسیا په چلنج کپ سیالیو کې د افغانستان په ګټه لوبه وکړي:

"یو شمېر لوبغاړي چې د اروپا په غوره لیګونو کې لوبې کوي، لیوالتیایې ښودلې چې دا ځل د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې لپاره افغانستان ته راځي او فوټبال لوبه کوي، مثلا مصطفی امیني د المان د دورتمند په غوره لیګ کې لوبیږي، میلاد سالم چې د المان په غوره کلپ کې دی، شریف محمد د روسیې په یوې لوبډله کې لوبه کوي، دا هغه لوبغاړي دي چې ملي لوبډلې ته رابلل شوي او د اسیا په چلنج کپ سیالیو کې به د افغانستان په استازيتوب ګډون کوي."

که چیرې افغانستان د دغه سیالیو اتلولي وګټي، د لومړي ځل لپاره به د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د استرالیا په کوربه توب ترسره کیږي په مستقیم ډول لار ومومي.

د اسیا په چلنج کپ سیالیو کې د افغانستان، مالدیف، فلسطین، ترکمنستان، لاووس، فلیپین او قرغزستان د فوټبال ټیمونه په دوه ډلو کې سره سیالۍ کوي.

افغانستان په داسې حال کې د اسیا چلنج کپ سیالیو ته لاره مومي، چې تېر کال د دغه سیالیو په مقدماتي پړاو کې د ډیرو امتیازونو په ترلاسه کولو سره په خپل ګروپ کې اتل شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکي مسوول طاهر رووفي وايي، که چیرې افغانستان په یادو سیالیو کې ښه وځلیږي، د فیفا د درجه بندی په جدول کې به د افغانستان پر موقعیت مثبت اغیز وکړي.

سره له دې چې افغانستان په تېرو کلونو کې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ وه، خو په دې وروستیو کې یې په فوټبال، کرکټ او د ورزش په نورو برخو کې د نړۍ په سطح زیاتې بریاوې ترلاسه کړې دي.

د نړېوال فوټبال فدراسیون له خوا د ۲۰۱۳ میلادي کال د ځوانمردانه لوبو جایزه ترلاسه کول د جنوبي اسیا د سیالیو اتلولي ګټل، پاکستان ته ماته ورکول او په دې برخه کې نورې بریاوې، په وروستي یوه کال کې د افغانستان د فوټبال د پام وړ بریاوې دي.

په همدې حال کې پر افغان دولت داسې انتقادونه هم کیږي چې ورزشکارانوته یې هغه امکانات چې لازم دي نه دي برابر کړي که نه په فوټبال، کرکټ او نورو ورزشي برخو کې به یې نورې بریاوې او لاسته راوړنې هم ترلاسه کولې.
XS
SM
MD
LG