د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

"زر تنه معلولین د بېلابېلو کسبونو د زده کړې له کورسونو فارغ شول"


د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت د سویډن موسسې په همکاري زر تنه معلولین د بېلابېلو کسبونو د زده کړې له کورسونو فارغ کړل.

د کار او ټولنیزو چارو وزیرې امنې افضلي د سې شنبې په ورځ چې دغو معلولینو ته په تیرو دوو کلونو کې په شپږو ولایتونو کې بېلابېل کسبونه او حرفې ور زده کړای شوي دي.

خو په کابل کې یو شمېر معلولین بیا غوښتنه کوي چې د دې لنډ مهالو زده کړو وروسته باید ورته د کار زمینه هم برابره شي.

د افغانستان د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، هغو زرو معلولینو ته چې په تیرو دوو کلونو کې د سویډن کمیټې په همکاري ورته بېلابېل کسبونه ور زده کړای شوي دي، شپیته فیصده یې په دندو هم ګمارل شوي دي.

خو د کار او ټولنیزو چارو وزیرې امینې افضلي د سې شنبې په ورځ وویل، معلولو کسبګرو ته کار موندې لپاره یو نوی لارښود هم جوړ شوی دی.

نوموړي دا خبره د سې شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې له مسوولینو سره په یوه ګد خبري کنفرانس کې وکړې.

میرمن افضلي وویل چې؛ د دې لارښود له مخې به له دولتي او غیر دولتي ادارو سره اړیکې ټینګې کېږي تر څو معلولو کسبګرو ته کار پیدا کړي:

"لارښود همدا ده چې څه ډول وکړای شو له موسساتو او ادارو سره اړیکې ټینګې کړو د کارونو د موندلو او په ځانګړي توګه د حرفوي او ښوونیزو زده کړو په برخو کې دا لارښود به له هغه بنسټونه چې د حرفوي او ښوونیزو څانګو کې زده کړې ورکوي دوي سره مرسته وکړي چې څه ډول زده کړې ورکړي او په کار یې وګوماري."

نوموړي وویل، چې په تیرو دوو کلونو کې په غزني، لوګر، وردګ، کونړ، لغمان او ننګرهارکې د نجاري، خیاطي په ګډون بیلابیل کسبونه او حرفې ور زده کړای شوي دي.

دا کسان په لنډ مهالو کورسونو کې د سویډن کمیتې په مالي مرسته روزل کېږي.

له بلې خوا په دې خبرې کنفرانس کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې سلاکار پیتر ژمنه وکړه چې له افغانستان به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د ښاغلي پیتر په وینا په روزل شویو زرو کسانو کې دري څلویښت فیصده ښځې ددې جوګه شوي چې له حرفوي زده کړو وروسته کار پیدا کړي.

له بلې یو شمېر معلولین هم د دغو پروګرامونو له جوړیدو هرکلۍ کوي خو شکایت کوي چې اکثرو روزل شویو کسانو ته کار نه پیدا کېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معلوماتو له مخې د افغانستان د نفوس دوه عشاریه اوه فیصده یې معلولین دي.

اکثره معلولین په خپل ژوند کې له فقر او ځینو نورو ستونزو سره مخ دي.
XS
SM
MD
LG