د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۳۲

د افغانستان د بشري حقونو پر خپلواک کمیسیون انتقاد


د بشري حقونو د څار نړېوال سازمان په يوه راپورکې ويلي، د بشري حقونو خپلواک کميسيون ته داسې کمشنران ټاکل شوي، چې کافي تجربه او کاري وړتيا نه لري.

خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د بشري حقونو د څار سازمان وروستى راپور مغرضانه وباله.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کې وايي، ولسمشرحامد کرزى بې له دې چې له مدني ټولنې سره مشوره وکړي، د بشري حقونو خپلواک کميسيون لپاره نوي کمشنران ټاکلي دي.

ولسمشرکرزي تر يو نيم کلن ځنډ وروسته د ٢٠١٣م کال په جون مياشت کې نوي کمشنران وټاکل، هغه هم وروسته له دې چې مرستندويو هېوادونو په دې اړه ضرب الاجل وټاکه.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، اکثريت ټاکل شوي کمشنران د بشري حقونو په برخه کې تجربه نه لري او ان د نړيوالو بشري حقونو له ارزښتونو سره يې مخالفت څرګند کړى دى.

په راپور کې د مولوي عبدالرحمن هوتک يادونه شوې، چې پخوا يې د طالبانو په حکومت کې پر ځينو مهمو پوسټونو کار کړى دى.

خو ښاغلي هوتک له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د بشري حقونو د څار سازمان راپور مغرضانه وباله.

د ولسمشر کرزي له خوا په ټاکل شويو کمېشنرانو کې فريد حميدي، سيد احمد ضيا لنګري، ډاکټره ثريا صبحرنګ، مولوي عبدالرحمن هوتک، قدريه يزدانپرست، وحيدالله ارغون، ايوب اصيل او مېرمن حوا علم نورستانۍ شامل دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون ستايل شوى او يوه لويه لاسته راوړنه يې د جنګي مجرمينو په اړه په ٨٠٠ مخونو کې د يوه راپور برابرول ښوول شوي دي.

دغه راپور د ٢٠١١م کال په ډسمبر کې بشپړ شوى، خو تر اوسه خپور شوى نه دى.
XS
SM
MD
LG