د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

د ناټو پوځي چارواکي د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي


د ناټو پوځي چارواکي د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې د افغانستان مساله څیړي.

دا د ناټو د پوځي چارواکو یو سل او اویایمه غونډه ده او دا جلسه په داسې وخت کې جوړیږي چې؛ کابل او ناټو لاهم امنیتي تړون نه دی لاسلیک کړی.

ټاکل شوې ده چې د جنوري په ۲۲ او ۲۳ په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیران غونډه وکړي.

د ناټو د رسنیو دفتر ازادي راډيو ته وویل چې؛ د ناټو دفاع وزیران به د یو شمیر نورو نړیوالو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان کې پر روان وضعیت وغږیږي.

د ناټو دفاع وزیران به په افغانستان کې د ناټو پر روانو عملیاتو خبرې وکړي او په دغه هیواد کې به د ناټو د راتلونکي ماموریت مساله وڅیړي.

غونډې ته به د افغانستان لپاره د ناټو جګپوړی ملکي استازی ماریټس یاخمیز جاچیمس خپل تازه معلومات ورکړي او په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزیف ډانفورډ هم خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د روان میلادي کال تر پایه نړیوال محارب ځواکونه له افغانستانه ووځي، خو د ناټو یو شمیر پوځیان ممکن په دغه هیواد کې پاتې شي.

د دغو ځواکونو د پاتیدو لپاره کابل غواړي چې له ناټو سره یو تړون لاسلیک کړي. تیره میاشت پر دې تړون د ناټو او افغان چارواکو تر منځ خبرې پیل شوې.

افغانستان وایي چې له ناټو سره به یو امنیتي تړون دې ته لاره هواره کړي چې د ناټو د غړیو هیوادو یو شمیر پوځیان په افغانستان کې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته پاتې شي او د دغو ځواکونو ماموریت به محاربوي نه وي، بلکه د افغان ځواکونو روزنه به کوي، له هغوی سره به مرستې کوي او تجهیزوي به یې.

ناټو مخکې ویلي و چې هغه وخت به له افغانستان سره امنیتي تړون لاسلیکوي چې کابل له واشنګتن سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

ولسمشر حامد کرزي د روانې اونۍ په پیل کې یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې تر هغو به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه د ملکي افغانانو د وژلو مخه نه وي نیولې او د سولې خبرې یې عملا نه وي پیل کړي.
XS
SM
MD
LG