د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۴

د ماین پاکۍ پروګرام ته د نړيوال ملاتړ غوښتنه وشوه


په افغانستان کې د ماین پاکۍ د چارو د همغږۍ مرکز له نړېوالې ټولنې غواړي چې د ماین پاکۍ لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د دې مرکز مسوولین وايي چې؛ لا له مخکې په افغانستان کې د ماین پاکۍ لپاره مرستې کمې شوي دي.

دې ادارې د یکشبنې په ورځ د نړېوالو مرستو د جذبولو په هدف په کابل کې یوه غونډه جوړه کړې وه.

ټاکل شوې وه چې تر روان میلادي کال پورې افغانستان له ماینونو پاک اعلان شوی و خو دا چې په دې هېواد کې ماینونه اوس هم شته د ماین پاکۍ پروګرام په کې د لسو نورو کلونو لپاره هم غځول شوی دی.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ د چارو د همغږۍ مرکز چارواکي وايي، د تیرو لسو کلونو له هلو ځلو سره سره په افغانستان کې ماینونه د یوې جدي ستونزې په توګه پاتې دي.

د دې ادارې مسولینو د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د ماینونو د پاکولو پروګرامونو ته د نړېوالې ټولنې د مرستې د جذبولو لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه چې د ځینو نړېوالو موسسو چارواکو هم په کې ګډون کړی وو.

د ماین پاکۍ د چارو د همغږۍ د مرکز مرستیال محمد وکیل وویل، اوس هم شپږ لکه افغانان د هغو سیمو په پنځه سوه مترۍ کې ژوند کوي چې ماینونه په کې خښ دي، نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

"اوس مهال د افغانستان۴۴۰۰ سیمې خطرناکې سیمې دي او په کې ناچادیدونکي مواد او ماینونو موجود دی چې له ۵۰۰ سوه کیلومترو مربعې څخه زیات ځای نیولی خو له بدمرغه باید ووایم چې په تیرو دو کلونو کې د نړېوالې تولنې مرستې کمې شوي او دا ستونزو د افغانستان په ۱۶۰۰ کلیو کې موجود دی."

محمد وکیل وویل چې؛ اوس هم په افغانستان کې هره میاشت دوه دیرش کسان د ماینونو په چادنو کې مړه یا ټپیان کیږي.

د نوموړي په وینا د ماینونو اکثره قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د ماین پاکۍ د چارو د همغږۍ مرکز د معلوماتو له مخې د افغانستان پنځه اویا فیصده سیمې له ماینونو پاکې شوي دي.

په یاده غونډه کې د افغانستان له طبیعي پيښو سره د مبارزې د ادارې مشر دایم کاکړ وویل چې؛ د تیرو درېیو کلونو راهیسې په افغانستان کې له ماین پاکۍ سره د نړېوالې ټولنې مالي مرستې کمې شوي دي.

هغه وویل چې؛ د دې پروګرام لپاره په راتلونکي کې څلور سوو پنځوسو میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

افغانستان په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د اوتاوا له معاهدې سره یوځای شو چې له مخې دا هېواد باید په لسو کلونو کې له مایونونو پاک اعلان شوی و، خو داسې ونه شول.

دا چې په دې هېواد کې لاهم ماینونه پاتې دي، د ماین پاکۍ پروګرام په کې د لسو نورو کلونو لپاره هم غځیدلی دی.

د ماین پاکۍ د همغږې د برخې مسولین په افغانستان کې نا امنۍ او د بودیجې کموالي د دې پروګرام د تطبیق په وړاندې لوی خنډونه بولي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ماین پاکۍ د پروسې مالی ملاتړ کوي.

په یاده غونډه کې هم په کابل کې د یوناما یا د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت مرستیال مارک باودین ددې سازمان د مرستو په دوام ټینګار وکړ:

"د ملګرو ملتونو سازمان ژمن دی چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ له پروسې څخه ملاتړ کوی څو هغه ټکې ته ورسیږو چې زیاته همغږی رامنځ ته شی او ماین پاکۍ د پروګرام عملي کول د افغانستان خپل اصلی مالکیت وګرځي. "

که له یوې خوا په افغانستان کې د کلونو کلونو راهیسې د ماین پاکۍ هڅې روانې دي له بلې خوا د جګړې د بیلابیلو لوریو له خوا په دې هیواد کې د ماینونو خښول هم دوام لري.

په عین وخت کې ځینې کتوونکي په افغانستان کې د ماین پاکۍ په پروګرامونو هم انتقاد کوي او وايي خپل کارونه په موثره توګه پرمخ نه بیايي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG