د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

افغان حکومت وايي د کابل په وروستۍ حمله کې د بهرنیو استخباراتو لاس و


افغان حکومت وايي چې؛ په کابل کې پر یوه لبناني رستوران په حمله کې د بهرنیو استخباراتو لاس و.

په دې اړه د جمهوري ریاست له خوا په خپاره شوي بیان کې که څه هم د کوم ځانګړي هېواد یادونه نه ده شوې خو داسې ښکاري چې د دې حملې تور ښايي بیاهم پر پاکستان لګول شوی.

د امنیت شورا په غونډه کې د کابل د وزیر اکبرخان مېنې په خونړۍ حمله کې بهرني استخبارات په لاس لرلو ګرم وبلل شول.

د تېرې جمعې ورځې په ماښام د کابل په وزیر اکبرخان سیمه کې پر یوه رستوران په وسله واله انتحاري حمله کې یوویشت کسان چې دیارلس تنه یې بهرنیان وو، ووژل شول. پرلبناني رستوران د برید مسوولیت وسله والو طالبانو ومانه.

د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفترپه بیان کې د دې حملې تور پر کوم ځانګړي هېواد یا استخباراتي ادارې نه دی لګول شوی خو ښکاري چې د حکومت د انتقاد ګوته بیا هم د پاکستان خوا ته ده ځکه افغان چارواکو په تېرو څو کلونو کې بیابیا ویلي دي چې د پاکستان پوځي استخبارات د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.

په بیان کې راغلي چې بې له شکه په دې حملو کې د هېواد له پولو هاخوا د استخباراتي ادارو لاس دی ځکه داسې پېچلې حملې طالبان نه شي کولای.

د طالبانو اکثر مشران په پاکستان کې دېره دي او ځکه د دې هېواد استخبارات تل له دوي سره په همکارۍ تورنېږي.

د وزیراکبرخان لبناني رستوران د بهرنیانو ځای و او د جمعې په ورځ د برید پر مهال هم زیات شمېر بهرنیان د ډوډۍ لپاره هلته تللی وو.

وروسته له دې چې یوه انتحاري ځان په دروازه کې والوزاوه، دوه نور وسله وال رستوران ته ننوتل او له مخې یې پر خلکو ډزې وکړې.

عیني شاهدان وايي چې ګڼ شمېر کسانو ځانونه ترمېزونو لاندې پټ کړل خو درې امریکایان، دوه بریتانویان، دوه کاناډایان، په افغانستان کې د پیسو د نړېوال صندوق رییس او د رستوران لبنانی مالک په دې ترڅ کې ووژل شول.

په دیارلسو وژل شویو بهرنیانو کې یوه مېرمن چې د اروپايي ټولنې د پولیسو لپاره یې په کابل کې کار کاوه او همداراز د ملګروملتونو یو روسی مامور هم شامل دي.

دا حمله په تېرو یوولسو کلونو کې په افغانستان کې پر بهرنیو اتباعو ترټولو خونړۍ حمله وه.

ولسمشرحامد کرزي دا حمله وغندله او له ناټو څخه یې یوځل بیا غوښتنه وکړه چې په خپلو حملو کې تروریزم په نښه کړي.

افغان امنیتي چارواکي اوس مهال په دې اړه تحقیقات کوي چې درې تنه انتحاري بریدکوونکي څنګه د کابل ښار دې سیمې ته چې کلک امنیتي تدابیر پکې نیول شوي دي ننوتل.
XS
SM
MD
LG