د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۱:۱۲

د لغمان په الینګار کې د وسله والو پرضد ولسي پاڅون روان دی


د لغمان د الینګار ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي وايي، چې دوي له تیرو درېیو ورځو راهیسي په خپله سیمه کې د وسله والو پر ضد پاڅون پیل کړی او اوس هم روان دی.

د پاڅون کوونکو مشرحضرت نور پشه يي وال ازادۍ راډيو سره په ټیلیفوني مرکه کې وویل، چې دوي نورد وسله والو د تګ راتګ او بې ځایه پاټکونو څخه تر دې تنګ شول، چې نورخپلې وسلې راپورته او په سیمه کې د وسله والو پر ضد پاڅون پيل کړي:

"صیبه دا خلک زموږ په ملک راغلي یرغل يي کړی، کله به يي پاټکونه اچول دولتي مامورین بیچاره ګان به يي نه پريښودل بس بیا زه را ولاړ شوم او ماسره ټول قوم ودریده موږ هیچاته اجازه نه ورکوو، چې زموږ سیمه ناامنه کړي."

پشه يي وال وايي، شاوخوا څلورسوه ځوانان ورسره په دې پاڅون کې شامل دي او ترهغه وخته به خپل پاڅون ته ادامه ورکوي، چې یاده ولسوالۍ له وسله والو طالبانو پاکه کړي.

بل خوا د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک هم دا مساله منلې، چې په دې ولسوالۍ کې د سیمې خلکو د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون کړی او په خبره يې، چې په ځينو سیمو کې د پاڅون کوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ ستختې نښتې هم شوي،چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبلې اوښتې دي:

"د الینګار ولسوالۍ د نورلام صیب درې اوسیدونکي د طالبانو پرضد راپاڅيدلي ولسي پاڅون يي کړې، د دوي ترمنځ نښتې هم شوي، دوه تنه طالبان وژل شوي او یو تن پاڅون کوونکی هم وژل شوی او دوه تنه نور زخميان دی."

د ویلوه ده، چې د لغمان ولایت ګاونډ د ننګرهار د اچین او سپین غر ولسواليو د ځينو سیمو اوسیدونکي بیا د لشکر اسلام وسله والې ډلې پر ضد راپورته شوي او اوس هم یو بل ته په پوستو کې ګوته په ماشه ناست دي او پر یوه او بل يي لارې هم تړلي دي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG