د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

"بهرني ځواکونه باید د افغانانو د دود او دستور درناوی وکړي"


د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له نورو مسایلو سربیره د پروان په سیاګرد ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمباري کې د ملکي خلکو د وژل کېدو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

د افغانستان د حکومت یو تحقیقاتي پلاوی وايي؛ چې په دې بمبارۍ کې له څوارلسو څخه تر ولسو ملکي کسان وژل شوي او شپږ نور تپيان شوي دي.

محور:

محور لیکلي، دا چې د افغانستان او امریکا د حکومتونو اړیکې اوس خرابې شوي دي نو د داډول پیښو تکرار کولای شي چې؛ ډیرې ناوړې پایلې ولري.

د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ که نړیوال ځواکونه په افغانستان کې پاتې کیدل غواړي نو د افغانستان ځینې شرایط باید عملي کړي.

محور لیکلي بهرني ځواکونه باید د خلکو د کورونو تالاشي او پر هغوی بمباري بنده کړي او د افغانانو د دود او دستور درناوی وکړي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ په سیاګرد ولسوالۍ کې د ملکي خلکو وژنې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د افغان ولسمشر د شرایطو اهمیت په ډاګه کړ.

سرنوشت لیکلي، نور د داسې پیښو په اړه د بهرنیو ځواکونو یوازې بخښنه غوښتل بسنه نه کوي او باید چې افغان حکومت د امریکا له حکومت څخه د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره عملي ضمانتونه واخلي.

سرنوشت لیکلي، افغان حکومت باید د امنیتي تړون په مساله کې دا موضوع هم راپور ته کړي، چې که امریکايي ځواکونه ملکي افغانان وژني نو څه ډول چلند به ورسره کیږي.

هېواد:

هېواد ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د ولسمشر حامد کرزي او د جرمني د صدر اعظمې انګیلا میرکل په ټیلفوني خبرو یو مطلب لیکلی.

ورځپاڼه لیکي، ولسمشرکرزي انګیلا میرکل ته وویل، افغانستان چمتو دی چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي؛ خو باید د افغانانو شرطونه ومنل شي.

ورځپانه د ولسمشر حامد کرزي په حواله لیکي، افغانانو په لویه جرګه کې وښودله چې له امریکا سره دوستي غواړي؛ خو اوس امریکا ته په کار ده چې د افغانانو د غوښتنو په وړاندې خپل ښه نیت ثابت کړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې، چې آیا د بګرام بندیان ټول قاتلان دي؟

ورځپاڼه لیکي، د انتقالي عدالت د ډلې په نوم څو تنو په یوه خبري غونډه کې وویل؛ د چا لاسونه چې په وینو سره وي باید له زندانه خوشې نه شي.

ورځپاڼه په مطلب کې وړاندې لیکي، مجرم باید زنداني شي، خو هیڅکله هم باید د مجرم تعریف د بهرنیانو له خولې نه وي.

ویسا لیکي، په بګرام کې د حکومت وسله وال مخالفین هم شته، خو ډیر په کې داسې کسان دي چې له پولې او پټي څخه نیول شوي، چې نه یې څوک وژلي او نه له کومې ډلې سره تړاو لري.
XS
SM
MD
LG