د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

سمونوالې جمیلې بیاض خپله دنده پيل کړه


سمونوالې جمیلې بیاض خپله دنده پيل کړه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:38 0:00

د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د کابل ښار یوې حوزې ته یوه ښځینه پولیسه د امرې په توګه ټاکل شوې او دا مېرمن وایي چې؛ قاطعیت به له فساد سره مبارزه وکړي. سمونواله جمیله بیاض د سې شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت له خوا دغې مهمې دندې ته وټاکل شوه. د کورنیو چارو وزارت وايي،غواړي په دې ډول په تولنه کې د ښځینه و پولیسو ونډه زیاته کړي. په اوسنیو شرایطو کې د یوې افغان میرمنې ټاکل په یوې مهمې امنیتي برخه کې د ځينو لپاره د بحث وړ موضوع ده. خو د سمنوالې جمیلې بیاض قوي ارادې او باور د افغانستان د نورو نسلونو لپاره د بریاوو دروازه پرانیستله. سمونواله جمیله بیاض د سې شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت له خوا د کابل ښار د لومړې امنیتي حوزې د امرې په توګه وټاکل شوه.

XS
SM
MD
LG