د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

"دوه پخواني طالب مشران په کابل کې د نجونو لپاره ښوونځي جوړوي"


والستریټ ژورنال ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې؛ عنوان يې دی، "هغه کسان چې د خپلې واکمنۍ پر مهال يې د نجونو ښونځی تړل اوس په خپله د نجونو لپاره ښونځي جوړوي."

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نجونو د تعلیم حق نه درلود؛ خو د طالبانو د وخت د بهرنیو چارو وزیر اوس د نجونو لپاره ښونځۍ جوړ کړی دی.

والستریت ژورنال لیکي، وکیل احمد متوکل او په اسلام اباد کې د طالبانو د رژیم د هغه مهال سفیر عبد السلام ضعیف یو ښونځی جوړ کړی چې؛ نجونې په کې دیني زده کړې هم ترلاسه کوي.

د ورځپاڼې په وینا، د افغانستان د پوهنې وزارت هغه ښونځی چې ښاغلی متوکل يې له بنسټ ایښودونکو څخه دی له تدریسي نظره د کابل ښار یو غوره ښونځیو بللی دی.

والستریت ژورنال زیاتوي، وکیل احمد متوکل او مولوي ضعیف چې دواړو لا د طالبانو له مشر ملا عمر سره د خپلې اړیکې د ختمولو په باب څه نه دي ویلي؛ غواړي چې د افغانستان په نورو برخو حتې هغو په سیمو کې چې طالبان په کې فعال دي؛ د نجونو لپاره اکاډمۍ او پوهنتونونه جوړ کړي.

د مطلب لیکونکی وايي، په زړه پورې خبره دا ده چې د متوکل له خوا د جوړ شوي ښونځي تقریباً ټول ښوونکي سړي دي او زده کونکي يې وايي چې، له دې دورې وروسته به لوړې زده کړې هم ترسره کوي.

خو د ورځپاڼې په خبره اخوا بیا په هغو سیمو کې چې طالبان په کې زیات فعال دی اوس مهال څلور نیم سوه دولتي ښونځي تړلي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي؛ په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې خپل پوځي حضور کموي او د روان میلادي کال په پای کې له افغانستان څخه خپل محارب سرتیري وباسي دا هیواد په بحرین کې د مخدرو موادو سره د مبارزې یو استخباراتي مرکز جوړوي.

واشنګټن پوسټ د امریکايي مقاماتو په حواله وايي؛ په بحرین کې د دې مرکز جوړول له ۲۰۱۴م کال وروسته د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ یوه برخه ده.

د متحده ایالاتو د دفاع په وزارت کې د نشه یي موادو سره د مبارزې مسوول "ایرین لوګن" د سنا یوې غونډې ته وویل؛ دا مرکز به تر ډیره بریده هغه تشه ډکه کړي چې؛ له افغانستان څخه د امریکا د ملکي او پوځي پروسنل له وتلو وروسته رامنځته کیږي.

واشنګټن پوسټ لیکي، د کانګرس د غړو او د افغانستان د بیارغونې لپاره د واشنګټن د مرستو د څارونکي لپاره دا ټکان ورکونکې ده چې د نشه یي موادو په ضد مبارزه باندې د میلیاردونو ډالرو له مصرف وروسته هم؛ دا ستونزه لویه شوې او په دې حساسه مرحله کې يې افغانستان د بې ثباتې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
XS
SM
MD
LG