د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

په افغانستان کې – امنیتي تړون ته د بدیل لار


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په اړه یو مضمون خپور کړی او سرلیک یي ورکړی: په افغانستان کې – امنیتي تړون ته د بدیل لار.

ورځپاڼه لیکي:

امریکایي چارواکي یو ځل بیا له جمهوررئیس حامد کرزي سره مبارزه کوي.

تیرکال له ډیرو سختو او اوږدو مذاکرو وروسته د یوه امنیتي تړون مسوده برابره شوې وه چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وتلو اساسات په کې ځای پرځای شوي دي.

تمه وه چې د دغه تړون پراساس به په افغانستان کې د تروریزم ضد چارو په مقصد د اتو او لسو زرو ترمنځ امریکایي عسکر په افغانستان کې پاته شي.

واشنګټن پوست وړاندې لیکي:

په لومړي سرکې داسې انګیرل کېده چې جمهور رئیس کرزي د مشورتي لویي جرګې له پریکړې وروسته دا تړون لاسلیک کړی، خو هغه په کې نورې خبرې رامنځ ته کړي.

ورځپاڼه لیکي:

امریکایي چارواکو په جمهور رئیس کرزي باندې مستقیم او غیرمستقیم فشارونه واچول.

دوي د تړون د لاسلیک لپاره د میاشتو پر ځای د اوونیو ضرب الاجل وټاکه، خو هیڅ تاثیر یي ونه کړ.

امریکایي چارواکي دا مهال د چلند یوه بدیل ته اړتیا لري.

واشنګټن پوسټ لیکي: د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما لپاره به یو انتخاب دا وي چې یوه اعلامیه صادره کړي او په بیان کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د سپارلو، د تعلیم، روغتیا او د افغانانو د ښیګڼو پرمختکونه وستایي او د اپریل میاشتې انتخاباتو ته چمتووالی وښیي.

د ورځپاڼې په باور، که چېرې جمهور رئیس اوباما په افغانستان کې د دې پرمختګونو ستاینه وکړي، نو دا به هم ووایي چې په افغانستان کې دیره ټولو امریکایي ځواکونو ته یي امر کړی چې له سخت ضرورت پرته باید نور د شپې له خوا ټول عملیات بند کړي، دې د سولې عملیې ته ژمن دی او د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو کې د بهرنیانو د هر ډول لاس وهنو د مخنیوي ملاتړ کوي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، د جمهور رئیس اوباما دا ډول بیان به د امریکا په پالیسۍ کې کوم ستربدلون رانه ولې خو د امنیتي تړون د لاسلیک کولو په کارکې به د جمهور رئیس کرزي حیثیت او اعتبار وساتي.

د ورځپاڼې په باور، جمهور رئیس بارک اوباما باید په افغانستان کې د خپلو پاته کېدونکي عسکرو شمېر هم اعلان کړی او له ناتو متحدانو هم وغواړي چې هغوي دي هم د خپلو ځواکونو شمېر په افغانستان کې خلکو ته اعلان کړي.

په دغه کار سره به په افغانستان کې د جمهوري ریاست کاندیدانو او افغانانو ته له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د امریکایي عسکرو د حضور ډاډ ورکړي.

که دا کار ونه کړي په افغانستان کې به بې ثباتۍ ته لارهواره شي او انتخابات به له ګواښ سره مخامخ شي.

واشنګټن پوسټ لیکي: جمهمور رئیس بارک اوباما باید بل کار هم وکړي او هغه دا چې داسې باید وښیي چې نه یوازې له جمهور رئیس کرزي سره د امنیتي تړون لاسلیک ته لیواله دی، بلکه دا هم غواړي چې له راتلونکي جمهور رئیس سره دغه سند لاسلیک کړي.

ګارډین:

انګلستان چاپ، ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی په اړه یو تحلیلي مضمون خپور کړی او په یوه برخه کې یي د افغان سیاست والې او فعالې نورضیه اتمر د ژوند ستونزو ته کتنه کړې چې د پخواني خاوند له لاسه له زیاتو ګواښونو سره لاس او ګریوان ده او ژوند یي هره لحظه له خطر سره مخامخ دی.

ورځپاڼې د نورضیه اتمر دا خبره په غټو تورو لیکلي چې وایي:

په افغانستان کې هیڅوک ښځو ته درناوی نه لري.
XS
SM
MD
LG