د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۲

ساپۍ: د امنیتي تړون په اړه اعلانونه مشخص ادرس نه لري


افغان حکومت له لويې څارنوالۍ وغوښتل په ځينو تصويري رسنيو کې د هغو اعلانونو د خپرېدو په اړه څېړنه وکړي، چې د ناڅرګندو ادارو له خوا په کې د امنيتي تړون او نورو مسايلو په اړه خبرې شوې دي.

د حکومت د رسنيو د مرکز مشر صفت اله صحاف ساپى وايي، په دغو اعلانونو کې له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتنه شوې، چې امنيتي تړون کې لاسليک کړي او دغه نظريات د افغانانو استازيتوب نه کوي.

ده وويل، دغه اعلانونه د پرديو پروپاګند دى او د افغانانو نظر نه څرګندوي.

ښاغلي ساپي د مرکې په پيل کې صالح محمد صالح ته وويل، دغه اعلانونه مشخص ادرس نه لري، ځکه نو په کار ده، لويه څارنوالۍ او نورې عدلي ادارې يې په اړه څېړنه وکړي:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG