د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

د سپټمبر د ١١مې طراح خالدشېخ تاوتريخوالى حرام وباله


خالد شېخ
خالد شېخ
هغه کس چې خپل ځان د امریکا په متحدو ایالتونو کې د سیپټمبر د یولسمې نیټې طراح بولي ، له تاوتریخوالي کار اخیستل یې د اسلام د دین خلاف ګڼلي دي .

خالد شیخ محمد وايي د اسلام د دین د خپراوي لپاره له خشونت څخه کار اخیستل روا نه دي .


خالد شیخ محمد چې خپل ځان د امریکا پر متحدو ایالتونو د سیپټمبر د یولسمې نیټې د بریدونو طراح بولي په یوه اعلامیه کې یې ویلي ، چې قران پاک د اسلام د دین د خپراوي لپاره له تاوتریخوالي کار اخیستل منع کړي دي .

دا سند چې یوې امریکايي خپرونې او د بریتانیا څلورم چینل خپور کړی له ۲۰۰۹ م کال را وروسته چې خالد شیخ محمد د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا په تروریزم تورن کړی لومړی ځل دی چې د نوموړي څرګندونې له رسنیو څخه خپریږي .

له پنځو هغو کسانو څخه چې د سیپټمبر د یو لسمې نیټې په هغو بریدونو کې په لاس لرلو تورن دي چې په ترڅ کې یې درې زرو په شا او خوا کې کسان د امریکا په متحدو ایالتونو کې ووژل شول ، خالد شیخ محمد تر ټولو مهم تورن دی . نوموړی له ۲۰۰۶ م کال راهیسې د ګوانتنامو په زندان کې بندي دی.

د نوموړې دې څرګندونو کې چې دده د پخواني دریځ څخه په کې څرګند بدلون ښکاري ویلي:

” په قران کریم کې د چا د عقیدې د بدلولو لپاره له زور او جبر څخه کار اخیستل منعه شوې دي . “

د شپږ دیرش مخونو په دې سند کې خالد شیخ محمد هڅه کړې ده چې څارنوالان ، مدافع وکیلان او د امریکا د موظفې پوځې محکمې غړي دې ته متقاعد کړي چې د اسلام دین قبول کړي .

نوموړي لیکلي :

” دا د غیرې مسلمانو یعنې په دې محکمه کې د قاضیانو ، څارنوالانو او د مدافع وکیلانو په وړاندې زما دیني مسولیت دی چې دوی د اسلام د دین منولو ته را وبولم . “

خالد شیح محمد لیکلي دي ، د زندان په خونه کې خوشاله و ، وجود یې زنداني و خو روح یې ازاد و .

د خالد شیح محمد د څرګندونو دا سند تیره میاشت د امریکايي قاضي جیمز پول له خوا غیر محرم اعلان شو او تر اوسه پورې موظفو وکیلانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې .
XS
SM
MD
LG