د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

ایا له افغانستانه موږ درس اخلو؟


بریتانوي ډیلي سټار ورځپاڼې، له افغانستانه د امریکایي پیوهاوک هیلکپټرو له وتلو وروسته په دې هېوا کې د بریتانوي عسکرو ژوند په خطر کې دی، تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکلي چې دغه الوتکې د خپل جوړښت او امکاناتو له پلوه په هلمند کې د روغتیایي چارو په برخه کې د بریتانوي عسکرو لپاره یو ډیر مهم عنصر بلل کیده.

ډیلي ستار لیکي، په تیرو شپږو کلونو کې د غو هلکپټرو په هلمند کې د برتانوي ځواکونو په بسشین اډه کې د دوه زره څلورسوو څخه زیاتو عسکر ژوند ژغورلی دی.

خو د ورځپاڼې په وینا دوي له ټاکلي وخت یو کال مخکې د جګړې له ساحې وتلي او د لوړ پوړو پوځي چارواکو په خبره ځای یې هم په مناسب ډول نه دی ډک شوی.

ورځپاڼه په پوځ کې دننه منابعو په حواله لیکې؛ ویلی یي دي، د پیوهاوکس الوتکو نشتوالی د برتانوي عسکرو ژوند له خطر سره مخامخ کولای شي ځکه برتانوي قومندانانو ویلي چې دوي داسې هیلکپټرې نه لري چې په خوندي ډول په ماینونو له پوښل شویو سیمو خپل عسکر په خوندي ډول ولیږدوي.

امریکایي میتروویست ډیلي نیوز ورځپاڼه، ایا له افغانستانه موږ درس اخلو؟،تر سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکوال د هغو تصویرونو یادونه کوي چې؛ په ۲۰۰۹ کال کې اخیستل شوي او په کې یو امریکایي سرتیری له یوې افغان کورنۍ سره د مرستې کولو په حال کې لیدل کیږي.

د ورځپاڼې په وینا دغه عسکر په دې مرستې سره د یوه کلي د اوسیدونکوزړونه لاس ته راوړل، هغه څه چې د امریکا د بغاوت ضد ستراتیژۍ اساسي محور ګڼل کیږي.

خو د لیکوال ریک هولمس په وینا هغه وخت یې چې دغه تصویرونه لیدل چې مرسته کوونکی عسکر د اوسپنې له خولۍ نیولې د محاربې په ټولو وسایلو سمبال او د ستورو د جګړې یوه سرتیري ته پاتی کیده نو ورته داسې فکر پیداشوی و چې دغه ستراتیژي به کار ورنه کړي.

هولمس لیکي، روانه اونۍ بیا دغه تصویرونه هله ور په یاد شول چې د باب ګیتس نوي کتاب په ورځپاڼو کې غوغا راپورته کړه.

د لیکوال په وینا د امریکا د دفاع د پخواني وزیر رابرت ګیتس په کتاب کې ښایي ډیرشیان د خلکو لپاره حیرانونکې وي خوپه هغو کې به د افغانستان د جګړې په اړه د اوباما په اداره کې د اختلاف مسله چې له مخکې ورځپاڼو ورته ډیر پام اړولی شامله نه وي.

لیکوال د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د ستراتیژۍ په وړاندې د یولړستونزویادونه کوي او لیکي، د روان میلادی کال په پای کې امریکایي عسکر له افغانستانه ووځي، طالبان تربل هروخت اوس ډیرپیاوړی دي، د مخدره موادو قاچاق یوځل بیا په دې هیواد کې زوراخیستی او د امریکایي ځواکونو د کلونو روزنې سره سره د افغان امنیتی ځواکونو اکثره غړي نا لوستی او د اعتباروړندي.

د ولسمشر حامد کرزي حکومت د نړۍ تر ټولو فاسد حکومت دی او دا زموږپیسې دي چې دوی د سویس په بانکونکوکې ایښې دي.

میترو ویست ډیلي نیوزورځپاڼه لیکي، له افغانستانه په بریالي توګه وتل به هغه څه وي چې اوباما یې هیله کوي خوافغانستان له دې مخکې د مدني هڅو په اړه د بهرنیو هیوادونو روسیې، برتانیا اونورو طاقتونو په وړاندې بریالی مقاومت کړی چې د امریکا تجربه هم استثنایي نده.

د لیکوال په باورد امریکا ترټولواوږده جګړه به پای ته ورسیږي او د بریالیتوب په اړه به یې اختلافات موجود وي خوپوښتنه داده چې ایا هغه به په داسې شکل پای ته ورسیږي چې امریکایي پوځي او سیاسي مشرانو ورڅخه یوڅه درس اخیستی وي.
XS
SM
MD
LG