د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۷:۳۸

ډانفورډ بیا د امنیتي-دفاعي تړون پر لاسلیکدو ټینګار وکړ


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان یوځلي بیا د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون پر ژر لاس لیک کېدو ټینګار وکړ.

جنرال جوزف ډانفورډ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې که چېرې دا سند پروخت لاس لیک نه شي، په افغانستان کې به میشت بهرني ځواکونه د خپلو هېوادونو او پارلمانونو ملاتړ له لاسه ورکړي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې امنیتي او دفاعي سند په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د راتلونکې ماموریت لپاره یو چوکاټ دی.
ډانفورډ بیا د تړون پر لاسلیکدو ټینګار وکړ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان د کابل او واشنګټن ترمنځ په خپل وخت د امنیتي او دفاعي سند لاس لیک کېدل په دې هېواد کې د خپل راتلونکي ماموریت لپاره مهم ګڼي.

جنرال جوزف ډنفورډ د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډي ته وویل، چې که چېرې دا سند په خپل وخت لاس لیک نه شي، نو دوي به د امریکا د کانګرس ملاتړ له لاسه ورکړي.

ښاغلي ډانفورډ پر وخت د یاد سند لاس لیک کېدل د افغانستان د خلکو په ګټور وباله:

"زما په باور د امنیتي سند نه لاس لیک کېدو اوس په افغانستان کې تردید جوړ کړی دی.

نو د دې سند د لاس لیک کېدو وخت د افغانستان د خلکو لپاره مهم دی نه د امریکا د خلکو لپاره.

زه اندیښنه لرم چې که چېرې امنیتي او دفاعي سند پر وخت لاس لیک نشي، نو موږ به و نه توانیږو چې د امریکا د کانګرس ملاتړ خپل کړو او موږ به و نشو کړای چې د ایتلاف د غړیو هېوادونو د پارلمانونو ملاتړ تر لاسه کړو."


ښاغلي ډنفورډ دغه راز وویل، چې نه یوازې امریکایي چارواکي بلکې د ناټو نور ټول غړي هېوادونو د دې سند پر ژر لاس لیک کولو ټینګار کوي.

په دې وروستیو کې د امریکا د کانګرس یوه پلاوي کابل ته په خپل سفر کې وویل، چې د امنیتي او دفاعي سند په اړه د کابل او واشنګټن د حکومتونو ترمنځ لږ اختلافات شته او ډیر ژر به لاس لیک شي.

دوي دغه راز وویل، چې د یاد سند د نه لاس لیک کېدو په صورت کې به امریکایې ځواکونه په افغانستان کې پاته نشي.

د سپینۍ مانۍ ویاند هم په وروستیو کې څرګنده کړه، چې که چېرې افغان حکومت غواړي یو شمېر امریکایې سرتیري تر ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې پاته شي، نو له امریکا سره دې امنیتي او دفاعي سند په څو اونیو کې لاس لیک کړي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزف ډنفورډ هم یاد سند په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د بهرنیو ځواکونو د ماموریت لپاره یو چوکاټ وباله:

"تاسي پوهیږئ چې امنیتي او دفاعي سند د ایتلافي ځواکونو د ماموریت لپاره یو چوکاټ دی.

ځکه موږ دې سند ته ضرورت لرو. خو زه دا نشم ویلای چې که دا سند لاس لیک نشي نو له توکېو څخه نیولې د شیکاګو تر غونډې پورې به له افغانستان سره د بهرنیو هېوادونو ژمنې او مرستې ونه شي.

نو زه فکر کوم چې دواړه له یو بل سره ارتباط لري."


د امریکا حکومت وایي، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند د لاس لیک کېدو په صورت کې به په افغانستان کې له دوه زرو څوارلسم کال نه وروسته هم له لسو زرو تر پنځلسو زرو بهرني عسکر پاتې شي.

خو د امریکايي چارواکو له بیا بیا ټینګار سره سره د سې شنبې په ورځ د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر ازادۍ راډیو ته وویل، له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه د افغان حکومت شرایطو تغییر نه دی کړی.

راپور: قسیم سوله مل
XS
SM
MD
LG