د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

نړېوالو ورځپاڼو د رابرټ ګیټس د کتاب په اړه مقالې خپرې کړي


زیات شمېر لویدیځو ورځپاڼو په وروستیو ګڼو کې د امریکا د پخواني دفاع وزیر رابرت ګیتس د نوي کتاب په اړه مقالې او مضمونونه خپاره کړي دي.

نیویارکر مجله:

نیویارکر مجلې په وروستۍ ګڼه کې په دې اړه لیکلي، د پخواني دفاع وزیر رابرت ګیټس کتاب به په راتلونکي اوونۍ کې له چاپه ووځي، خو ځینو ورځپاڼو او خبري رسنیو یي کاپي کتلې او په یوې برخه کې یي ګیټس لیکلي:

د ۲۰۱۱ میلادي کال مارچ میاشت کې په یوې غمګینې غونډه کې جمهور رئیس بارک اوباما وویل، که چېرې زه پوه شم یا باور وکړم چې له ما سره لوبه روانه ده...، ګیټس لیکي: زه په خپله ډیر ډیر خپه شوم.

ګیټس په کتاب کې وړاندې لیکي: دا چې زه په غونډه کې ناست وم، داسې فکرمې کاوه چې جمهور رئیس اوباما په خپل قوماندان باور نه لري، د افغانسنان جمهور رئیس حامد کرزی نه شي زغملای، د افغانستان د جګړې لپاره په خپلې ستراتیژۍ باور نه لري او دا جګړه خپله نه بولي. جمهور رئیس یوازې له افغانستانه په وتلو فکر کوي.

ګیټس لیکي:

د جمهور رئیس اوباما په فکر، ځینې جنرالان ممکن له ده سره لوبه وکړي.

په دې کسانوکې یو په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډيویډ پیتریاس و چې وروسته یي د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (سي اي ای) رئیس وټاکه.

پیتریاس له خبري رسنیو سره په خبرو کې داسې وښودله چې جمهور رئیس بارک اوباما له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د ایستلو لپاره یوې نیټې ټاکلو ته سخت لیواله دی.

د رابرت ګیتس په نوي کتاب کې د امریکا له پوځ او په دفاع وزارت کې له ملکي سلاکاروانو سره د جمهور رئیس بارک اوباما اړیکې ډيرې مهمې مسالې بلل کېږي.

د امریکا د دفاع پخوانی وزیر رابرت ګیتس په خپل نوي کتاب کې لیکي:

د ۲۰۱۱ میلادي کال مارچ د میاشتې په غونډه کې له ما سره بل فکر هم پیدا شو او هغه دا چې جمهور رئیس اوباما ممکن کرزی ونه زغمي او په دې اړه زیات جدي او زړه تنګی معلومیده.

د جمهور رئیس اوباما لپاره هیڅ د تعجب یا حیرانتیا خبره نه وه چې هغه مهال او اوس هم فکر وکړې چې کرزی ورسره ممکن لوبه وکړي.

یوازینی پوښتنه دا وه چې ایا د کرزي حرکات مناسب او که نا مناسبه دي، د سیاسي ملحوظاتو پر اساس دي او که د پیسو یا غرور لپاره دي.

نیویارکر مجله لیکي: موږ دا مهال د جمهور رئیس کرزي د لوبې په منځ کې یو.

ده، دوه اړخیز امنیتي تړون نه دی لاسلیک کړی چې په افغانستان کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د امریکایي عسکرو برخلیک معلوم شي.

ډیلي ټيلګراف:

انګلستان چاپ، ډیلي ټيلګراف ورځپاڼې د هغې لس کلنې افغانې جنۍ په اړه چې ورور یي د ځان وژنې په مقصد استولې وه، خوهدف ته له رسیدو مخکې پولیسو نیولې ده، یو مضمون خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي: د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي له افغان چارواکو غوښتې چې؛ دا کوچنۍ جنۍ دې د هغې کورنۍ ته تسلیم کړي او له قومي مشرانو څخه دې ضمانت تر لاسه کړي چې کورنۍ به ورته زیان نه رسوي.

ډیلي ټيلګراف زیاتوي، جمهور رئیس کرزي له کوچنیانو څخه د ځان وژونکو په توګه کار اخیستنه غندلې او دا کار یي د اسلام او افغاني کلتور پرخلاف عمل بللی دی.

طالبانو ویلې چې دوي د سپوږمۍ په نامه لس کلنې جنۍ څخه په هلمند ولایت کې د ځان وژنې په ماموریت کې کار نه دی اخیستی او دغه راز په نورو برخو کې هم له کوچنیانو څخه د ځان وژونکو حملو لپاره کار نه اخلي.
XS
SM
MD
LG