د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

د خوست د محاکمو کارونه ښه شوي دي



نجیب الله الوخېل

په خوست کې یو شمېر هغه کسان چې په محاکمو کې حقوقي او جزايي دعوې لري، وايي چې اوس مهال د محاکمو په کار کې ښه والۍ راغلی او تر ډېره د بډو، درغلیو او په کارونو کې د ځنډ مخه نیول شوې ده.

بل خوا یو شمېر کتونکي په دې اند دي، چې د محاکمو په کار کې باید لا نور ښه والۍ هم رامنځته شي، تر څو پر محاکمو د خلکو باور ډېر شي.

پخوا په محاکمو کې د درغلیو او بډو په اړه د خلکو شکایتونه ډېر ول، خو په دې وروستیو کې دا ډول ستونزې کمې شوي او مراجعین وايي، چې اوسمهال په قضاء کې مسلې ډېرې ښې روانیږي او څوک ورته د بډو او رشوت سترګې نه غړوي.

د خوست د یوې اطرافي سیمې اوسیدونکی چې په یوه پښه معیوب دی، په محکمې کې د اجرااتو په اړه مشال راډیو ته داسې وايي:

"زه حمیدالله د ښېوه جان زوی د صبریو د سبزه کلي اوسیدونکی یم، مخکې موږ د خپلو مشکلاتو د حل له پاره محاکمو ته نشو راتلای، ځکه په جیبونو کې مو څخه نه درلودل، چې چا ته مو ورکړي وای، اوس چې بډې او رشوتونه يې ورک کړي دي، غدارۍ يې ورکړې دي، اداري فساد يې ورک کړی دی، نو موږ خپله هم محاکمو ته مراجعه کړې ده، نو اوس زه د محکمې او ریاست حقوقو ټولو نه ډېر خوښ یم، اوس ډېره ښه تصفیه کیږي، مسله ډېره ښه روانوي، هېڅوک سترګک نه وهي، چې ماته څه راکړه، چال ول نشته په کې."

د خوست ولایتي شورا رئیس سیدکریم خان خاکسار هم وايي، چې اوسمهال د محاکمو د کارونو د ښه والي له کبله په ولایتي شورا کې د دعوه لرونکو مراجعینو شمېره کمه شوې ده:

"پخوا د محاکمو حالت تر دې خراب وو، چې په ولایتي شورا کې به د خلکو د حقوقي دعو له کبله ډېر بیروبار وو، د دوی ستونزه به یوازې د قاضیانو سره وه، نور مشکلات لا څه چې رشوت او بډې به د میز پر سر اخیستل کېدل، موږ ډېر په عذاب وو، خو په اوسني حالت کې د محکمې له وضعیت نه موږ خوښ یو او محکمه يې په خپله حل کوي، او ولایتي شورا د محاکمو پورې د اړوندو ستونزو څخه خلاصه شوې ده."

د خوست د استناف محاکمو رئیس مولوي عبدالتواب وايي، چې اوس د محاکمو قاضیان او اداري کارکوونکي خپلو دندو ته متوجه شوي او د کارونو د ښه والي او د عوه لرونکو کسانو د شکایتونو د اوریدو له پاره یو ځانګړی کمیسیون هم ګمارل شوی دی:

"زموږ د کار د بهبود وجه داده، چې موږ خپل ځان او ټول قضات وروڼه خپل کار ته متوجه کړي دي، بې سرنوشته بندیان بالکل موږ نه لرو، کولای شئ، چې د محبس نه پوښتنه وکړی، چې ایا په دې محبس کې بې سرنوشته بندي شته او که نشته، تاسو ته به خامخا ووايي، چې بې سرنوشته بندي نشته.

موږ د کار د بهبود او لا ښه والي له پاره اوس د شکایاتو د اورید یو کمیسیون هم جوړ کړی دی، په دې اړه کولای شئ، چې د بندي نه هم پوښتنه وکړئ، کولای شئ، چې د عارضینو نه، د اصحاب دعوې نه هم پوښتنه کولای شئ، زموږ کار الحمدالله مخ پر وړاندې روان دی او د الله نه توفیق غواړو، چې نور هم وړاندې والۍ وکړي."


بلخوا د خوست ولایت یو تن اوسیدونکی قمرخان کامران وايي، چې په ټوله مانا په محاکمو کې د درغلیو او بډو مخه نه ده نیول شوې که چیرې په رښتیا هم په محاکمو کې د درغلیو او بډو مخه ونیول شي، هېڅوک به د محاکمو پرته نورو ځایونو ته د دعو د حل له پار ورنشي:

"زه منم چې په قضايي چارو کې به نسبتاً ښه والۍ راغلي وي، خو لا ستونزې پر ځای پاتې دي، د دې له پاره چې د دوی دوسیې دلته ډېر وخت غواړي او ځنډیږي، نو هغه څوک چې په خپلو کې يې ستونزې وي، هغوی قومي مشرانو او سپین ږیرو ته مراجعه کوي، خو که سپینږیري فیصلې هم وکړي نو د دوی سند ډېر اهمیت لري، نو موږ هیله لرو چې عدلي او قضايي چارې لا نورې هم ښې شي، تر څو په مسوولو ادارو کې خلک خپلې فیصلې وکړي."

د یادونې وړ ده، خوست د افغانستان د هغو سیمو نه ده، چې له پخوا نه په کې د خلکو، کلیوالو او قومونو تر منځ د غرونو، دښتو، ځمکو، بیدیاوو او څړځایونو پر سر دعوې او لانجې موجودې دي، که څه هم خلک خپلې ډیری حقوقي دعوې د جرګو، مرکو، نرخ او رواج په رڼا کې د نرخیانو، مصلیحنو او جرګه مارو په منځګړتوب حلوي، خو اوسمهال محاکمو ته هم د دعوه لرونکو خلکو ورتګ ډېر شوی دی.
XS
SM
MD
LG