په یوه نوي کتاب کې د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرټ ګیټس د افغانستان په اړه د ولسمشر باراک اوباما پر تګ لاره انتقاد کړی دی.
امریکايي رسنیو د ډیوټي یا وظیفې په نامه د دې کتاب چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ خپور شي، ځیني خپرې کړي دي.
رابرټ ګیټس ویلي، ولسمشراوباما د افغانستان او عراق د جګړو په اړه چې ده ته د پخواني حکومت څخه په میراث کې پاتي وې، ناراحته و.
جمهوري غوښتونکي ګیټس چې؛ د ولسمشراوباما په حکومت کې څلور نیمه کاله د دفاع د وزیر په توګه دنده ترسره کړې، په دې کتاب کې لیکلي:
په ۲۰۱۱ کال کې چې؛ کله دی په سپینه ماڼۍ کې په یوې غونډه کې ونو فکر يې وکړ چې؛ ولسمشراوباما پرخپلو قومندانانو اعتماد نه کوي، د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزۍ نه شي زغملی او د افغانستان په اړه پرخپله ستراتیژۍ باورنه لري.
د ډیوټي په نامه کتاب کې د متحده ایالاتو د دفاع پخواني وزیر لیکلي:
ولسمشراوباما د افغانستان جګړه خپله نه ګڼي او د هغه لپاره یوازې دا مهمه ده چې څرنګه له دې جګړې اووځي.
د رابرټ ګیټس په وینا باراک اوباما د افغانستان په اړه د متحده ایالاتو د پوځ پر پیشنهادونو او انتخابونو باورنه درلود.
په کتاب کې دا هم راغلي سپینې ماڼۍ په دوامداره توګه د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون په چارو کې مداخله کړې ده.
خو د امریکا د دفاع پخواني وزیرد پاکستان په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د وژلو په اړه د ولسمشر اوباما پریکړه ستایلې ده او لیکي چې دا د ده د وظیفې پر مهال د سپینې مانۍ ترټولو زړوره پریکړه وه.
رابرټ ګیټس د ولسمشراوباما پرمرستیال جوبایډن هم انتقاد کړی او په دې کتاب کې يې لیکلي چې؛ بایډن تقریباّ د هرې بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې خطا دریځ او تګ لاره لرلې ده.
سپینې ماڼۍ د دفاع د پخواني وزیر د لیکنې په عکس کې ویلي، ولسمشراوباما د القاعده شبکې د ځپلو او ماتولو لپاره ژمن دی.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا په خپله اعلامیه کې ویلي، د ولسمشراوباما اداره د روان میلادي کال په پای په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ښکاره پلان لري.