د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د عراق په انبار کې شوې پیښې ښايي په افغانستان کې تکرار شي


ډیلي ټیګراف:

بریتانوی ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې لیکلي، هغه څه چې د عراق په لویدیځ انبار ولایت کې پیښیږي، ښایي په ډیره اسانۍ د روان کال له پای ته رسیدو سره په افغانستان کې هم تکرار شي.

د ورځپاڼې په وینا د انبار ولایت چې د القاعده وسله والو په خپله ولکه کې راوستی باید د لویدیدځ مشرانو ته د هغو خطرونو په اړه د وخت خبرداری ورکړي چې؛ غواړي په افغانستان کې د روان کال په پای کې محارب ماموریت پای ته ورسوي.

ډیلي ټیلګراف لیکي، په ۲۰۰۳ کال د صدام حسین د رژیم له نسکوریدو وروسته فلوجه او رامادي ښارونه چې د انبار ولایت په زړه کې پراته دي، د هغو فرقه یي شخړو په ډګرونو بدل شوي چې القاعده او نورو سخت دریځو وسله والو ډلو د یوه ډموکراتیک حکومت د جوړیدو د هڅو د شنډولو په هدف پیل کړې وې.

د ورځپاڼې په وینا په عراق کې د شخړو د زیاتوالي عوامل ډیر دي خو په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما هغې زړورې پریکړې چې له عراقه یې د ټولو ځواکونو د ایستلو په اړه کړې وه، هم د دې هېواد د وضعیت له ښه کیدو سره مرسته نه ده کړې.

متحدو ایالاتو غوښتل چې؛ په عراق کې یو شمېر سرتیري پریږدي خو د صدراعظم نوري المالکي له حکومت سره موافقې ته ونه رسید او ټول ځواکونه یې وایستل.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، اندیښنې ورځ تر بلې په زیاتیدو دي چې ښایي افغانستان به هم د روان کال په پای کې چې ټول نړېوال محارب ځواکونه له دې هېواده وځي، له ورته سرنوشت سره مخامخ شي.

ډیلي ټیګراف ورځپاڼې په همدې مسالې په یوه بل مطلب کې د اوباما له برکته په عراق او افغانستان کې به ډیر بریالي اسلامي سخت دریځي وي، تر سرلیک لیکلي چې؛ د امریکا د ملي امنیت یوه نوې ارزیابي چې د دې هېواد د شپاړسو استخباراتي ادارو په مرسته شوې، اټکل کوي چې طالبان به د امریکایي او برتانوي ځواکونو له وتلو وروسته بیرته پر ډیرو سیمو کنټرول ټینګ کړي.

د ورځپاڼې په وینا ورته خبرداری د بریتانیا د پوځ مشرجنرال سرپتروال هم کړی و.

ډیلي ټیلګراف لیکي، د امریکا د ملي امنیت د دغې خواشینونکې ارزیابي له خپریدو سره سم د عراق په دو مهمو ښارونو فلوجه او رامادي کې چې د امریکایي عسکرو لپاره د سختو جګړو ډګرو، القاعده بیرته خپل واک ټینګ کړي چې؛ دا د بارک اوباما د ادارې لپاره د یوې بلې غمیزې ستراتیژۍ څرګندونه کوي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې؛ د ۲۰۱۴ کال له پیلیدو سره د افغانستان د راتلونکي په اړه د اټکلونو یوه لویه څپه هم پیل شوې ده.

د ورځپاڼې په وینا د راتلونکي په اړه ډیر مسایل په دې پورې تړلي چې افغانان د خپل حکومت او طالبانو په اړه څه ډول فکر کوي.

د واشنګټن پوسټ په وینا یوه نوې څیړنه ښیي چې د افغانانو د زوړنو د لاس ته راوړلو کار څومره ستونزمن دی.

یو شمېر افغانان چې د ناټو ځواکونو تاوتریخوالی یې تجربه کړی، دومره د دغو ځواکونو ملاتړ نه کوي بلکه ډیر له طالبانو خواخوږي لري خو یو شمېر نور بیا چې د طالبانو له خوا په شخړو کې ورته زیان رسیدلی، دومره زیات د طالبانو پلوي نه دي.
XS
SM
MD
LG