د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۴۵

"امریکایي سناتوران د بګرام زندانیانو له موضوع سره سیاسي چلند کوي"


د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو تر ډیره د بګرام زندان د اته اتیا تنو بندیانو په اړه د روانۍ ناندرۍ او له افغانستان سره د امریکا د دوه ګوني چلند په اړه مطالب خپاره کړي.

سرنوشت:

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې د بګرام زندان د څیړنې د کمیټې له قوله لیکلي چې اته اتیا تنه خوشې کیدونکي بندیان بې ګناه دي.

دې ورځپاڼې د دې کمیټې د غړي عبدالشکور دادرس له قوله وایي چې؛ هیڅ شواهد نشته چې په جرمونو کې د دې بندیانو ښکیلتیا ثابته کړي.

سرنوشت د څیړونکو له قوله لیکلي چې؛ امریکا له افغانستان سره په ملګرتیا کې صادقه نه ده.

په دې اړه لیکنه کې راغلي چې امریکا ویریږي که له افغانستان سره اساسي پوځي مرستې وشي نو د دوي ماموریت به په دې هېواد کې تر پوښتنې لاندې راشي.

ویسا:

ویسا غیر دولتي ورځپاڼې هم امریکایي سناتوران د بګرام زندانیانو له موضوع سره سیاسي چلند کوي ترعنوان لاندې یو مطلب خپور کړی.

دې ورځپاڼې هم د دې زندان د بندیانو د دوسیو د څیړلو د کمیټې په قول لیکلي، هغه معیارونه چې د افغانستان د قوانینو په رڼا کې د تورن کس د الزامیت لپاره شته د بګرام خوشې کیدونکي اته اتیا تنه بندیان بې ګناه دي او هیڅ جرم نه لري.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې سربیره پردې چې د بګرام زندان د اته اتیا تنو بندیانو په اړه چې خطرناک بلل کیږي لیکنه خپره کړې د څرخي پله په زندان کې زرګونه بندیان بې سرنوشته پراته دي ترعنوان لاندې هم یو مطلب خپور کړی.

دې ورځپاڼې د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون د غړې نظیفې ذکي په قول لیکلي چې؛ په څرخي پله زندان کې زرګونه داسې بندیان شته چې له میاشتو او کلونو راهیسې پر خپلو دوسیو د محکمو د پریکړو په تمه دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند او په دې اړه د افغانستان د شرطونو په اړه لیکلې ده.

په دې اړه لیکنه کې راغلي د افغان دولت د سوله ییزو شرطونو له منلو پرته د امینتي او دفاعي تړون لاسلیک کول نا ممکنه دي.

د هېواد په سرمقاله کې راغلي سره له دې چې په تیره یوه میاشت کې ګڼ شمېر امریکایي چارواکو کابل ته سفرونه وکړل او له ولسمشر کرزي نه یې وغوښتل چې؛ امنیتي او دفاعي سند لاسلیک کړي خو ښاغلي کرزي پر خپلو شرطونو ټینګار کړی.

ملي ارمان:

ملي ارمان غیر دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند او په دې برخه کې د ولسمشر کرزي د مسوولیتونو په اړه لیکلې ده.

دې ورځپاڼې په دې اړه د جمهور رییس کرزي دریځ ته په کتو لیکلي، واقعیت دا دی چې د افغانستان بحران په تیرو درېیو لسیزو کې د ټولو سیاسي نظامونو او د دې هېواد د سیاستوالو د ناسم سیاست نتیجه ده.

ملي ارمان لیکي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ډیر وخت، سنجول شوو سیاستونو او ډیر دقت ته اړتیا ده.

چمتوکوونکی: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG