د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۴۹

د پرویز مشرف برخلیک به څه وي؟


د پاکستان پخوانی جمهور رئیس جنرال پرویز مشرف د خیانت او په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د اضطراري حالت د اعلانولو په دوسیه کې راګیر شوی او محکمې یي د بیرته بندي کېدو حکم صادر کړ.

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن د چهارشنبې په ورځ د خیانت د جرم په دوسیه کې محکمې ته حاضر نه شو او مدافع وکېلانو یي وویل چې؛ د امنیتي دلایلو له امله نوموړی محکمې ته حاضر نه شو.

۷۰ کلن مشرف تورن دی چې؛ د ۲۰۰۷ کال نومبرمیاشت کې یي په پاکستان کې بیړنی یا اضطراري حالت اعلان کړی و، خو مدافع وکېلان او دی په خپله دا تور نه مني او وایي چې؛ د سیاسي ملحوظاتو پر اساس لګول شوي دي.

که چېرې مشرف مجرم وپیژندل شي نو د پاکستان د قانون پراساس به د اعدام او یا عمري بند په سزا محکوم شي.

جنرال مشرف د تیرکال مارچ میاشت کې له جلا وطنۍ څخه پاکستان ته ستون شو او له یو شمېر تورونو سره مخ دی.

د مشرف مدافع وکېلانو د چهارشنبې په ورځ وویل، نوموړی ځکه په دې ورځ محکمې ته حاضرنه شو چې کافي امنیت یي نه ونیول شوی.

د پرویز مشرف ویاند او یوه مدافع وکېل محمود علي سیف د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل:

"که چېرې محکمه موږ ته ډاډ راکړې چې؛ د مشرف بشپړ امنیت به نیول کېږي، په پوره یقین چې نوموړی به محکمې ته حاضر شي.

موږ نه دي ویلي چې؛ مشرف به محکمې ته نه حاضروو، موږ هیڅ دا ډول خبره نه ده کړي."

وکيلانو دا هم وویل چې؛ د مشرف په دوسیه کې دخیلو وکېلانو ته ګواښونه شوي او حملې ورباندې شوي دي.

له درېیو قاضیانو څخه جوړ قضایي هیئت، د مشرف د محاکمې استماعیه غونډه د پنجشنبې ورځې ته محول کړه او ویي ویل چې نوموړی دې بیرته بندي شي.

د مشرف یوه مدافع وکيل احمد رضا قصوري، قضایي هیئت ته د چهارشنبې په ورځ وویل، دی د امنیتي خطراتو له امله محکمې ته نه شي تلای.

بل مدافع وکيل انورمنصورخان محکمې ته وویل، له مخکنۍ استماعیه غونډې وروسته چې کله دی لاهور ته روان و د لارې په اوږدو کې ورباندې حمله شوي وه.

خان وویل، که چېرې د مشرف په سلاکارانو او وکېلانو دا ډول حملې کېږي او ګواښونه ورته کېږي، دوي به څنګه وکړای شي چې محکمې ته حاضر شي.

ده وویل، کله چې محکمې ته راته، د لارې په اوږدو کې یي موټر د یوه بل موټر له خوا چې نمبر پلیټ یي نه درلوده، ووهل شو او بیخي له منځه لاړ.

مشرف چې د تروریزم پر ضد جګړې کې له امریکا او متحدانو سره ولاړ و، طالبانو یي په وار وار د وژلو ګواښونه کړي دي.

مشرف دا مهال د اسلام اباد په لمنو کې په یوه کور کې ژوند کوي او کلک امنیت یي نیول شوي دی.

د مشرف مدافع وکېل انورمنصور خان د چهارشنبې په ورځ د محکمې د مشروعیت په اړه پوښتنې وکړي او ویي وویل، دا نواز شریف دی چې قانون یي ترپښو لاندې کړی او د مشرف قانوني ضمانتونه یي په نظرکې نه دي نیولي او قضایي هیئت یي د محاکمې لپاره ګمارلی دی.

ده وویل د مشرف پرځای باید نوازشریف د خیانت په تورونو محاکمه شي.

د مشرف مدافع وکېلانو له قضایي هیئت څخه وغوښتل چې نواز شریف باید محکمې ته احضار کړي او ورڅخه وپوښتې چې د پرویز مشرف د محاکمې په اړه یي ولې خبري رسنیو ته توضیحات ورکړي دي.

د ډیسمبر په ۲۴ مه د پرویز مشرف محاکمه وروسته له هغې وځنډول شوه چې؛ د لارې په اوږدو کې چاودیدونکي مواد کشف شول.

د دوشنبې په ورځ هم د محکمې پر لار نور چاودیدونکې مواد نیول شوي وو.

پرویز مشرف لومړنی پوځي مشر دی چې په پاکستان کې محاکمه کېږي.

د پاکستان پخوانی پوځي جنرال دغه راز په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د پخوانۍ صدراعظمي بې نظیر بوټو په قتل کې په لاس درلودلو هم تورن دی.
XS
SM
MD
LG