د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۵۵

په هسکې مینې ولسوالۍ کې اوس هم ولسونو پر یوه او بل لارې تړلي


د له تیرې یوې اونۍ راهیسې د هسکې مینې په ولسوالۍ کې میشتو خيلونو د غره د وهلو او د کانونو د ویستلو پر سر خپل منځي اختلافات راولاړ شوي او په خپلو سیمو کې پر یوه او بل يي لويې لارې تړلي.

دوي پر یوه اوبل د تګ راتګ ترڅنګ پر خوراکي او نورو توکو هم بندیز لګولی، چې له سیمې څخه يي تیر کړي.

قومي مشر ملک وکيل وايي، دا شخړه د غره د وهلو نه راولاړه شوې ده.

دی وايي، په "اوغز" سیمه کې میشتو حسن خیلو غره ته لویې موټرې انتقال کړې وې او هلته په غره کې د شوکاڼې په نامه د یوه کان د کیندلو پرمهال د ځنګل ونو ته هم زیان اوښتو:

"په بره غره کې د شوګاڼې په نامه یوکان راوتی و، چې د هغې ځای خلکو ورته لوی لوی لوډرې راوستی، غر يي پرې اوار کړ، هغه لويې ګټې، چې په لویو موټرو راویستلې ځنګلونه به هم زیانمنیدل، همدا وجه شوه، چې لاندې دووه خيلونو د دې کار مخالفت وکړ او بلاخره دا شخړه تر دې راورسیده، چې پر یوه اوبل لارې وتړي."

د هسکې مینې قومي مشر ملک ستار هم دا خبره کوي، دی وايي همدا لامل شو، چې لیاسخیل او حمزه خیل راولاړ شول او پرحسن خیلو يې تیل بند کړل، چې وروسته مقابل لوري هم د اکاخیلو په نامه سیمه کې پاټک جوړ کړ او بشپړ بندیز ولګولو، چې دغه بندیز اوس له دواړو طرفو نه روان دی:

"تراوسه پورې د درې واړو قومونو ترمنځ سړکونه عام وتام بند دي، ښځه نشي کولی، چې کلنیک ته لاړ شي، بوډا نشي کولی، چې ډاکټر ته لاړ شي همداسې هرڅه يي پر یوه او بل تړلي."

بل خوا د ولایت ویاند احمدضیا عبدالزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ولایت مقام له یادې ستونزې څخه خبر دی او هڅه يي شروع کړې، چې د دغو قومونو ترمنځ راولاړه شوې شخړه اواره کړي:

"د ولایت مقام له دې موضوع څخه اګاهي لري، والي صیب په دې برخه کې جدي کار پیل کړی او کوښښ کوي، چې دا مساله په داسې شکل حل کړي، چې د وضعیت د خرابیدو مخنیوی وکړي او له قومي مشرانو سره په تماس کې دی."

خو ملک ستار وايي، د ولسوالۍ مسولین په جریان کې دي، چې ټولې لارې تړل شوي ولې تر اوسه ولسوالۍ او ولایت په دې برخه کې هیڅ نه دي کړي.

دی وايي، د نورو ولسوالیو څخه یو شمېر قومي مشران ورته راغلي وو، ولې د هغوي راتګ هم نتیجه ورنه کړه:

"له دې موضوع نه ولسوال او قومندان خبر دی، دوي تر اوسه هیڅ نه دي کړي، زه خپله قومي سپین ږیری یم والي صیب تر اوسه په دې موضوع موږ سره هیڅ تماس نه دی نیولی.

د اچین ولسوالۍ نه یو شمېر قومي مشران راغلل، چې دا مساله حل کړي خو هغوي هم بیرته واپس لاړل بیا پرون نور دیرش کسیزه ډله، چې د څو قومونو مشران وو راغلل خبرې روانې کړي، ولې تر اوسه نتیجه ته نه دي رسیدلي."


یادې شخړې اوس هم په لیرو پرتو سیمو کې پر خوراکي توکو منفي اغیز غورځولی او که همدا شخړه همداسې پاتې شي، نو خلک به له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

دارنګه د سیمې اوسیدونکي هم انديښنه لري، که چارواکي د دوي په منځ کې کومه پریکړه ونه کړي او دا لانجه همداسې پاتې شي نو دا به د ولسونو د تباهی سبب شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG