د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

"له زندانه تر خوشې کېدو وروسته مې جرمني ته له تلو پرته بل انتخاب نه درلود"


د کریملین منتقد "میخایل خودروکوفسکي"
د کریملین منتقد "میخایل خودروکوفسکي"
د کریملین منتقد "میخایل خودروکوفسکي" دا په ډاګه کړه چې؛ ده له زندانه له خوشې کیدو وروسته جرمني ته له تلو پرته بل انتخاب نه درلود. هغه په برلین کې په یوه خبري کنفرانس کې د لویدیځ مشرانو ته وویل چې؛ په روسیه کې ډېر نورسیاسي بندیان هم شته.

خودروکوفسکي چې، د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین بخښلی او د جمعې په ورځ له زندانه له خوشې کېدو وروسته جرمني ته تللی نن په برلین کې په خپل لومړني خبري کنفرانس کې وویل؛ د خوشې کطدو په وخت کې ده بل انتخاب نه درلود او یواځې ورته ویل شوي وو؛ چې د انتقال په جریان کې به جرمني ته ځي.

خودروکوفسکي وایي، ده ته تراوسه د خوشې کېدو ډېر حقایق نه دي څرګند او زیاته یې کړه چې؛ لویدیځ حکومتونه باید په یاد ولري چې؛ دی په روسیه کې یواځینی سیاسي بندي نه و.

د "یُوکاس" د تېلو د کمپنۍ پخوانی مشر

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې خودروکوفسکي چې د روسیې د "یُوکاس" د تېلو د کمپنۍ پخوانی مشر او یومیلیارډر و، څرګنده کړه چې، پلان نه لري بېرته د سوداګرۍ چارو ته مخه کړي؛ خو دومره شتمني لري چې؛ ژوند پرې وکړي.

خودروکوفسکي د جرمني له صدراعظمې انګلا مرکل مننه وکړه چې؛ له زندانه د ده د خوشې کېدو لپاره یې هڅه کړې وه. هغه وویل، جرمني ورته یوکال د اوسېدو ویزه ورکړې او دا چې په راتلونکي کې به چېرې ځي؛ تراوسه یې پرېکړه نه ده کړې.

په ۲۰۰۵ کال کې له محکومېدو وروسته د محاکمه کېدو جریان ده ته څه باندې نیم میلیارډ ډالره تمام شوی
مېخایل خودروکوفسکي
هغه د "برلین وال" په موزیم کې چې د "چارلي" د سیمې په پوسته کې موقعیت لري او د سړې جګړې د وخت یوسمبول ګڼل کیږي؛ خبریالانو ته وویل، دا چې زه آزاد یم او نن دلته یم مرکل یې زمینه برابره کړې ده.

خودروکوفسکي وویل، په ۲۰۰۵ کال کې له محکومېدو وروسته د محاکمه کېدو جریان ده ته څه باندې نیم میلیارډ ډالره تمام شوی او د دې هیڅ ضمانت نه شته چې؛ که روسیې ته ولاړشي، بېرته له هیواده د وتلو اجازه ورکړل شي.

ده د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې له دې ډډه وکړه چې؛ د روسیې د ځواکمن سړي په اړه بده خبره وکړي.

هغه وویل، که څه هم له ده سره سخت چلند کېده؛ خو کورنۍ یې چا هیڅکله هم نه ده ځورولې.

خودروکوفسکي وویل، دی د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې د سوچي د المپیک د لوبو د تحریمولو مخالف دی او زیاته یې کړه چې، ورزشي لوبې باید ککړې نه شي؛ خو دایې هم ومنله چې، دا د ولادیمیر پوتین په لوبو بدلې نه شي.
XS
SM
MD
LG