د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

"د محمد قسیم فهیم ساتونکو د مشرانو جرګې یو کارکوونکی وهلی دی"


یو شمېر سناتوران وایي چې؛ د ولسمشرد لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم ساتونکو د شنبې په ورځ د دې جرګې یو کارکونکی سخت وهلی دی.

دې سناتورانو د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې عومومي غونډي ته وویل، چې دا کس د شنبې په ورځ کله چې غوښتل یې شورا ته راشي، د مارشال قسیم فهیم ساتونکو وهلی او ژوبل کړی یې دی.

د ولسمشرپرلومړي مرستیال محمد قسیم فهیم د وکیلانو له خوا له دې امله انتقادونه شوي چې؛ ساتوونکو یې په سپیو د ولسي جرګې تالار تالاشي کړی، خو دا ځل یو شمېرسناتوران ادعا کوي چې د نوموړي ساتوونکو د مشرانو جرګې یو سلاکار وهلی دی.

ځینو سناتورانو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د ښاغلي فهیم ساتونکو د شنبې په ورځ د مشرانو جرګې د اداري پلاوي یو افغان سلاکار خلیل شنکر وهلی ډبولی دی.

سناتورانو وویل، د ښاغلي فهیم دا ساتوونکي باید وپيژندل شي او لویې څارنوالۍ ته وسپارل شي.

د مشرانو جرګې منشي سید فرخ شاه جناب او یوه تن سناتور حافظ عبدالقیوم په دې اړه وویل:

"د خلیل شنکر په نامه زموږ یو همکار چې د سلاکار په توګه زموږ سره کار کوي.

په خواشینی سره پرون کله چې ده غوښتل شورا ته راشي، ساتونکي له ده څخه کارټ غواړي.

دی خپل د پيژندګلوی کارټ هم راباسي خو له ده سره فزیکي چلند کوي او تر هغو یې وهي چې پزه یې ماتیږي او ملا یې خوږیږي.

زما غوښتنه له مجلس څخه دا ده چې دا کسان باید څارنوالۍ ته ور پيژني. دا خو د بدماشۍ او لوچکۍ ځای نه دی.

دا پرونۍ کومه پيښه چې شوې، مونږ یې په اړه خواشیني یو. موږ شخصا له مارشال صاحب نه غواړو چې دغه خلک پيدا کړي او څارنوالۍ ته یې معرفي کړي."

د ولسمشرلومړی مرستیال محمد قسیم فهیم د شنبې په ورځ د پینځو نویو کاندید وزیرانو د معرفي کولو لپاره ولسي جرګې ته تللی وو چې؛ د ملي شورا په انګړ کې ورته شدید امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

په هغې ورځې د ښاغلي فهیم د ساتوونکو په اړه د ولسي جرګې له تالاره هم شکایتونه پورته شول.

ځینو وکیلانو وویل، د ولسمشرد لومړي مرستیال د امنیت لپاره یې ساتوونکو د ولسي جرګې د غونډو تالار په سپي تالاشي کړی وو.

وکیلانو دا کار ولسي جرګې ته یو سپکاوی وباله.

ځینو وکیلانو ان دا غوښتنه درلوده، چې قسیم فهیم باید د خپل دې کار لپاره بخښنه وغواړي.

ښاغلي فهیم یا یې د دفتر مسوولینو تراوسه د مشرانو جرګې د غړو د تازه ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

خو د شنبې په ورځ نوموړي ولسي جرګې ته وویل چې دده لپاره د امنیتي تدابیرو مسله په امنیتي ارګانونو پورې اړه لري:

"زموږ ورونو وویل چې؛ تا د خپل امنیت لپاره جرګې ته سپې رالیږلې، تاسو ټول ما پيژنۍ زه یو عیار او د خدای ج په مقدراتو باورلرونکې انسان یم، په ژوند کې مې هیڅکله ذلت نه ده منلې او ښایي دا کار د امنیتي ادارو وي زمونږ لخوا هیڅ خبره نه وه."

دا شکایتونه په داسې حال کې کیږي چې؛ د انتحاري حملو په زیاتیدو سره د تیرو څو کلونو راهیسې افغان جګپوړو چارواکو ته خاص امنیتي تدابیر نیول کیږي.

پخوا ترې دې عامو خلکو تل ویلي وو چې په ښارکې د چارواکو د تګ او راتګ له امله لارې او سړکونه بندیږي او دوی ته ستونزې پیدا کیږي.
XS
SM
MD
LG