د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

ولې د "ستارې" خاوند لا هم نه دی نیول شوی؟


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، پر امنیتي ادارو انتقاد کوي چې تر اوسه یې هغه کس نه دی نیولی چې په هرات کې یې له خپلې ښځې پزه او شونډې پرې کړې وې.

د ستارې په نوم دا ښځه اوس ترکیې ته د درملني لپاره استول شوې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه اونۍ مخکې ژمنه کړې وه، چې د ستارې مېړه به په یوه ورځ کې ونیول شي، خو د شا او خوا یوې اونۍ په تیریدو سره تر اوسه هم نه دی نیول شوی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسوولین وايي، چې که له ښځو سره تاوتریخوالي کوونکي ونه نیول شي او سزا ور نه کړل شي، نو له ښځو سره د زور زیاتي پيښې به لا ډیرې شي.

د دې کمېسیون د ښځو د حقونو د ملاتړ او پراختیا د څانګې مرستیالي عادلې امرخیل ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

“زه د بشري حقونو د یوې فعالي په توګه له دې حالات په اندېښنه کې یم، په دې دلیل چې د ستارې د مېړه کار قانون جرم بللی دی.

کله چې یو څوک مجرم پیژندل کیږي او بیا د عدلي ادارو له خوا نه څارل کیږي، خپله دغه کار یو ډول تورن کس ته زړورتیا ورکوي، کله چې یوه کشفي اداره نه شي کولای چې په نشه يي توکو یو روږدی کس ونیسي، نه پوهیږم، څه دلایل شته؟

یا دا چې په افغانستان کې د نارینو ډیر اختیار ددې سبب شوی، چې دغه کس ازاد وګرځي.”

30 کلنه ستاره د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې ده، چې شا او خوا دوې اونۍ مخکې هغه وخت د خپل مېړه له خوا ووهل شوه چې هغه ته یې د زرو له ورکولو ډډه وکړه.

د ستارې مېړه د هغې شونډې او پزه د هغې د زامونو په مخکې په چړې پرې کړي دي.

تر دې بیرونکي پیښي وروسته د کورني تاوتریخوالي دغه قرباني شوې ښځه افغان حکومت د درملنې لپاره ترکیې ته ولېږله.

ویل شوي، چې د ستارې مېړه په نشه يي توکو روږد دی او تر دې پیښي وروسته له سیمي تښتېدلی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسوولینو د تیرې اونۍ د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي وه، چې د ستارې د خاوند د اوسېدو ځای معلوم شوی او پولیس به د هغه د نیولو لپاره عملیات وکړي.

خو تراوسه د هغه د نیول کېدو اعلان نه دی شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې ملي پولیس اوس هم د هغه د نیولو لپاره کوښښ کوي:

“اوس هم د هرات پولیس کوښښ کوي، چي د ستارې په قضیه کي اصلي تورن کس ونیول سي، کوښښونه اوس هم کیږي، ژر به دغه کس ونیول سي، له بده مرغه تر اوسه نه دی نیول شوی.

په دې اړه د هرات ولایت پولیس خپل ټول کوښښ کوي او ډیر ژر به یې د نیولو خبر له ټولو سره شریک کړو.”

د کورني تاوتریخوالي یو شمېر قرباني سوي کسان پر افغان حکومت انتقاد کوي، چي تاوتریخوالي کوونکي کسانو ته سزا نه ورکوي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخي، ددې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي له څلورو زرو څخه ډیري پیښي په دې کمېسیون کې ثبت شوي دی.

د دې کمېسیون مسوولین وایي، د تاوتریخوالي په دغو پیښو کي د ښځو وهل ټکول، پر هغوی د اوبو او خوړو بندول، له کوره شړل او ځني نوري پیښي شاملي دي.

د ښځو له حقونو څخه د دفاع ادارې، ددې ستونزو د مخنیوي لپاره سپارښتنه کوي، چي په دې اړه باید خلکو ته ډیر پوهاوی ورکړل شي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG