د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

صدیقي: په افغانستان کې د سړک د غاړې ماینونه یوه لویه ستونزه ده


افغان حکومت وايي، په مخامخ جګړه کې د ماتیدو له امله طالبانو د بهرنیو کړیو په لارښونه د سرک د غاړې د ماینونو د کارولو تکتیک ته زور ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د سرک د غاړې ماینونه په اکثرو مواردو کې د ملکیانو د پراخې مرګ ژوبلې سبب کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د سرک د غاړې ماینونه د افغان امنیتي ځواکونو او د عامو خلکو لپاره یوه لویه ستونزه ده.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل، که څه هم چې افغان امنیتي ارګانونه په ورځني ډول ګڼ شمیر ماینونه کشف او خنثې کوي، خو بیا هم زیات شمېر ملکي وګړي د دې ماینونو ښکار کیږي.

د صدیق صدیقي په وینا افغان امنیتي ځواکونو په تیرولسو میاشتوکې د هېواد په مختلفو برخو کې شاوخوا درې نیم زره ماینونه کشف او خنثې کړي دي.

افغان او د نړېوالو ځواکونو مشرانو په وار وار ویلي چې؛ د دولت وسله وال مخالفان د مخامخ جګړې توان نه لري او د سرک د غاړې د ماینونو له تکتیک څخه ګټه اخلي.

دغه راز د ناټو ځواکونو په وینا د دوي سرتیرو ته اکثره مرګ ژوبله هم د سرک د غاړې په چاودونو کې رامنځته کیږي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، په داسې حال کې چې په روان میلادي کال کې د ملکي تلفاتو شمېره لس په سلو کې زیاته شوې، د دې مرګ ژوبلې زیاتره قربانیان د سرک د غاړې د ماینونو ښکار شوي دي.

د روان کال په وروستیو څو میاشتو کې د غزني او کندهار ولایت په ګډون په زیاتو سیمو کې د ملکي خلکو د سپرلیو په موټرو د سرک د غاړې چاودنې شوي چې د ماشومانو او ښځو په ګډون يې لسګونه کسان وژلي دي.
XS
SM
MD
LG