د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۰۲

اروپايي ټولنه او روسیه: اوکراین په خپل انتخاب کې ازاد دی


اروپايي ټولنه او روسیه وايي، اوکراین په دې انتخاب چې له لویدیځ سره یو ځای کیږي او که له مسکو سره، پوره ازادي لري.

راپورونه وايي چې؛ د روسيي د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د اوکراین په اړه خبرې کړي دي.

د روسيي د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د اوکراین په اړه خبرې وکړې.

سرګې لافروف وویل، اوکراینیانو ته باید دا حق ورکړل شي چې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په خپله پریکړه وکړي:

"موږ د اوکراین د مسالې په اړه خبرې وکړې. په دې ټول سلا یو چې د اوکراین په ګډون د هر هېواد ملي حاکمیت ته باید درناوی وشي.

ټول باید خلکو ته اجازه ورکړي چې؛ په ازاده توګه د خپل هېواد د پرمختګ لاره انتخاب کړي."


په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته د دې ټولنې د بهرني سیاست مسولې کاټرین اشټون وویل، ازاد انتخاب د هر هېواد اساسي حق دی.

نوموړې وویل، د زیاتو هېوادونو لپاره دا طبیعي خبره ده چې له نورو سره موافقتنامه ولري.

د نوموړي په وینا له اروپا سره سیاسي او اقتصادي موافقه به د اوکراین د اقتصاد او سیاست لپاره ګتوره وي.

بل لورته ټاکل شوې ده چې؛ د اوکراین ولسمشر ویکتور یونوکویچ د سې شنبې په ورځ مسکو ته سفر وکړي.

کریملین ویلي، روسیه ښايي اوکراین ته د مالي او انرژۍ په برخه کې د امتیازاتو پیشنهاد وکړي.

تمه کیږي چې؛ مسکو ته د ولسمشر یونوکویچ د سفر پر وړاندې ګن شمېر کسان په اوکراین کې مظاهرو ته راووځي.

د اوکراین د حکومت زیاتره سیاسي مخالفان د اروپا پلوي کوي او حکومت تورنوي چې؛ د روسيي نږدې متحد دی.

وروسته له هغې چې؛ ولسمشر یونوکویچ له اروپايي ټولنې سره د اقتصادي او سیاسي موافقې لاسلیک کول وځنډول، په مرکزکیف کې د نوموړي د دې پریکړې پر ضد پراخې مظاهرې راوپاریدې.
XS
SM
MD
LG